لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې پر وړاندې هیڅ خنډ نه منو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي سوله د افغانستان د خلکو د ژوند لمړنۍ اړتیاد ه اؤ دسولې په لار کې به هیڅ خنډ وخار ونه منو.

دجمعې په ورځ کابل کې دافغانستان د پخواني واکمن سردار محمد داود خان د څلویښتم تلین په مناسبت راجوړې شوې دستورې ته ولسمشر غني پخپله وینا کې ویلي چې دثبات اؤ سوکالۍ دپاره ملي اراده شته اؤ په دې کې باید هیڅوک شک ونه کړي چې په افغانستان کې به یو ولسواک نظام حاکم وي.

دښاغلي اشرف غني ددې څرګندونو نه دوه ورځې وړاندې طالبانو د ولسمشر غني د سولې هغه وړاندیز رد کړی ؤ چې دوه میاشتې وړاندې یې ورته کړی ؤ اؤ افغانستان کې یې د “الخندق“په نوم د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان کړی ؤ.

اشرف غني که هر څو په دغه غونډه کې د طالبانو نوم وانه خستو خو وئ ویل” د سولې په برخه کې اجماع شته اؤ په دې لار کې به هیڅ خنډ ونه زغمو”

هغه وویل “زمونږ سیاسي اړخونه باید په دې پوهه وي چې نظام د خلکو وسیله ده نه دا چې خلک دې د نظام وسیله وي ، مونږ باید اجماع ته د رسیدو دپاره فکري ازادي ترلاسه کړو”

ښاغلي اشرف غني د سردار داود خان د واکمنۍ دور وستائیلو اؤ وئ ویل چې دهغه د واکمنۍ په دوره کې د افغانستان دهوسائنې دپاره ډیر کارونه پیل شوي وؤ خو ناتمام پاتې شول.

ولسمشر وویل “سردار داود خان چې د افغانستان دښیرازۍ کومې هیلې لرلې هاغو هیلو ته باید داساسي قانون دلارې ورسیدو”

سردار داود خان د نن نه څلویښت کاله وړاندې د هغه په حکومت د یوې کودتا په ترڅ کې وژل شوی اؤ دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې دهغه تلین په دولتي کچه نمانځل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG