لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او هند په افغانستان کې ګډ اقتصادي پلانونه جوړوي


چین او هند په دوو ورځنیو غیرسمي خبرو کې یوې موافقې ته رسېدلي، چې له مخې به یې په افغانستان کې ګډې اقتصادي منصوبې پیلوي.

هندي رسنۍ وایي ولسمشر شي جینپینګ او وزیراعظم نريندرا مودي دا خبرې د چین په ووهان سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي جنجال د پای ته رسولو په مهال کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې سرمشریزې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر جینپینګ ښاغلي مودي ته وویل، "د چین او هند دوستانه اړیکې د نړۍ د امن او ارامۍ لپاره هم ډېرې ګټورې دي، ځکه نو دواړه هېوادونه باید ښه ګاونډیان او ښه ملګري و اوسي".

رسنیو دا نه دي ویلي چې هند او چین به په افغانستان کې څه ډول اقتصادي منصوبې پیلوي، خو وایي د دواړو هېوادونو چارواکي به په راتلونکو بحثونه کې دغه پلانونه مشخص کړي او پر لارو چارو به یې کار پیل کړي.

دا به لومړۍ اقتصادي منصوبه وي چې هند او چین یې په ګډه په جنګځپلي افغانستان کې تر سره کوي، ځکه چین هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپل اقتصادي اغېز پراخ کړي او په دې برخه کې یې دا وړاندیز هم کړی چې د چین پاکستان اقتصادي لاره کابل ته هم وغزوي.

د روانې اپرېل میاشتې په پیل کې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د چین پاکستان اقتصادي لاره افغانستان ته هم غزول کېږي او مقصد یې د چین د بیلټونو او سړکونو اقدام (BRI) مهمه منصوبه سر ته رسول دي، چې له مخې به ‌یې د اېشیا، یورپ، منځني ختیځ او افریقې لوجسټیکي او ټرانسپورټي شبکې سره ونښلول شي.

چین د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وړاندې اعلان کړی وو، چې د چین پاکستان اقتصادي لارې منصوبه- چې شاوخوا ۵۰ اربه ډالره به ورباندې ولګېږي- افغانستان ته هم غزوي.

پاکستان چې له هند سره له لسیزو راهیسې دوښمني پالي، په افغانستان کې د هند له اقتصادي اغېز څخه اندېښمن دی او هڅه کوي چې له افغانستان سره یې اړیکې را کمې کړي، خو په دې هېواد کې د چین او هند ګډې اقتصادي منصوبې به د پاکستان په دریځ کې بدلون راولي که څنګه دا به وخت ثابته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG