لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې امريکايي سفارتي کارمند په ګاډي دوه موټرسائيکل سواره تنه وهلي دي


اسلام اباد کې د امريکايي سفارتخانې يو کارمند په خپل ګاډي په موټر سائيکل سواره دوه تنه وهلي او دغه دواړه تنه ژوبل شوي دي.

د پوليسو په وېنا دا پېښه تيره شپه ناوخته د اسلام اباد د سيکرټرېټ تاڼې په علاقه کې د رېډیو پاکستان چوک سره نزدې رامنځته شوې ده.

پوليس ویلي د امريکايي سفارتخانې د کارمند د ګاډي د ټکر له امله دواړه ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي او د هغوي روغتيايي حالت د خطرې څخه بهر دی.

بل لور ته سفارتي کارمند تاڼې ته بوتلی شوی د هغه نه مالومات ترلاسه کړی شوي او د شپې ناوخته بيا پرېښودی شوی دی.

ځايي ميډيا وايي د ټرېفک پوليسو رپوټ ورکړی چې په دغه پېښه کې غلطي د امریکايي کارمند نه وه بلکې په موټر سائيکل سواره کسان په غلط سړک روان ؤ ځکه د ګاډي سره په ټکر شوي دي.

اسلام اباد کې دا په يوه مياشت کې دوېمه پېښه ده چې د دوېم امريکايي سفارتي کارمند ګاډي په ټکر کیږي.

د روانې میاشتې په اوومه نېټه د اسلام اباد په مارګله روډ باندې د امريکايي سفارتخانې د پوځي اتاشي کرنل جوزف د ګاډي د ټکر له امله په موټر سائيکل سواره دوه کسان لګيدلي چې پکې يو ژوند د لاسه ورکړی او بل ژوبل شوی ؤ.

کرنل جوزف د سفارتي استثٰی له کبله نيول شوی نه ؤ.

پاکستان کې په کال ۲۰۱۱م کې په لاهور ښار کې د امريکايي قونصلګرۍ چارواکي رېمنډډېوس په ډزو تنه وژلي او ويلي يې ؤ د خپلې ساتنې دپاره يې په دغو کسانو ډزې کړې وې.

خو رېمنډډېوس هم د نيولو وروستو بيا خوشی کړی شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG