لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کرکټ د شل اووریزو لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر دی


د کرکټ نړيوالې شورا يا آی سي سي تېر کال د شلو اوورونو يا ټي ټونټي په سياليو کې په غوره لوبه د پاکستان د کرکټ بوبډلې ته په درجه بندۍ کې لومړی ځای ورکړی.

د آی سي سي د درجه بنديو په بنیاد پاکستان په ۱۳۰ نقطو په اول او اسټرېليا په ۱۲۶ نقطو سره په دويم نمبر دی.

په دغو درجه بنديو کې هندوستان سږ کال په ۱۲۳ نقطو په دريم نمبر او نيوزيلېنډ په ۱۱۶ نقطو سره په څلورم نمبر راغلی.

همدغه شان انګلیستان په ۱۱۵ نقطو سره په پينځم، جنوبي افريقا په ۱۱۴ نقطو سره په شپږم او ویسټ انډيز هم په ۱۱۴ نقطو په اووم نمبر راغلی.

د آی سي سي د درجه بنديو په بنیاد افغانستان په ۸۷ نقطو سره په اتم، بنګله دېش په ۸۵ نقطو سره په نهم او سري لنکا په ۷۵ نقطو سره په لسم نمبر راغلی.

پاکستان ته په درجه بندۍ کې لومړی نمبر تېر کال د شلو شلو اورونو په ۲۳ سياليو کې تر ټولو د زياتو ۲۹۹۰ پواینټونو په ګټلو ورکړل شوی.

همدغه ډول افغانستان ته اتم نمبر په ۲۲ سياليو کې په ۱۹۱۷ نقطو تر لاسه کولو ورکړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG