سږ کال د اکتوبر یا د ستمبر په میاشت کې به په قبايلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات کیږی، دغه فېصله د پاکستان قامي سلامتۍ سلاکارو ( نیشنل سیکورټي ایډوائزرز) په غونډه کې شوې ده.
د دغې غونډې مشري وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کوله چې پکې داعلٰی پوځي چارواکو بشمول د خېبر پښتونخوا وزیراعلٰی پروېز خټک او ګورنر ظفر اقبال جهګړا هم ګډون درلود.
د خېبر پښتونخوا ګورنر، ظفر اقبال جهګړا ویاند علي خان د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا پرواګرام کې ویلي د مسلم لیګ ن کوشش دی چې د موجوده حکومت ختمېدو نه وړاندې فاټا د خېبرپښتونخواه صوبې سره یوځاېې کړی شي او د غېر ضروري چیک پوستو د ختمولو فیصله هم کړی شوې ده.
د یو سوال په ځواب کې نوموړي وویل د قبايلي سیمو نه به ایف سي آر هم په دې میاشت کې ختم کړی شي. هغه وايي ۲۰زره نوي د لیویز عسکر به هم ګمارلی شي.
هغه زیاته کړه، په تېرو دوه کالونو کې د تېلو او د ګیس په میدان کې د ۲۰ارب روپو سرمایه کاري په قبايلي سیمو کې شوې ده.
د ښاغلي علي خان په وېنا هر کال به پاکستان وفاقي حکومت د ۱۰ارب روپو اضافي بجټ قبایلي سیمو ته ورکوي، چې مقصد یې په قبایلي سیمو کې د ژوند هغه اسانتیاوې پیدا کول دي کومې چې د پاکستان نور خلک لري.
د دغې مرکې نور تفصیلات تاسو دلته کتلې او اوریدلی شئ.