لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني دبرېښنایي تذکرو د ویش لړۍ پیل کړې ده،دعبدالله مخالفت


د ولسمشر اشرف غني لخوا دبرېښنایي تذکرې په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې دبرېښنایي تذکرو د ویش عمل پیل شوی خو ددغه تذکرو ویش په افغان دولت کې سخت اختلافونه راولاړ کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ کابل کې د تذکرو د ویش د پرانستې مراسمو ته ښاغلي اشرف غني ویلي د برېښنايي تذکرو د ویشلو عمل د ملي یووالي یوه غوره نمونه ده اؤ دا څرګندوي چې افغانانو دپرمختګ په لوري یو بل مهم ګام هم واخستو.

خو په عین حال کې دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ددغو تذکرو ویش غندلی اؤ ویلي یې دي چې دبریېښنایي تذکرو په ویش اختلافات موجود دي ځکه نو ویره ده چې دا به دافغانستان دخلکو تر مینځ دبې اتفاقۍ سبب وګرځي.

ولسمشر وویل هغه ته تر هرڅه مهم د هیواد د وګړو امنیت اؤ خونديتوب دی اؤ باید هرڅوک په دې پوهه وي چې څوک افغان دی اؤ څوک نه دی؟

پخپل ټوئټر اؤ فیس بک پاڼو هم ولسمشر اشرف غني د بریېښنايي تذکرې په تر لاسه کولو خوشحالي ښکاره کړې اؤ وایي دغه تذکرې ترلاسه کولو باندې ځکه ویاړ کوي چې هغه امنیت غواړي.

اشرف غني په فیس بک “لیکلي په ګاونډ کې د خپل او پردي معلومول زموږ د کلتور د شفافیت برخه ده. مهاجرت، د نفوسو زیاتوالي او جنګي ډلو دا شفافیت متضرر کړی، اوس بې مسؤولیته وګړي په اسانه زموږ او تاسې ټولنې ته نفوذ کوي او په موږ کې ځان پټوي. تذکره به د معصومو افغانانو په منځ کې د مجرمانو د پټېدلو مخه ونیسي”

همدغه زار هغه لیکي “په اقتصاد کې پلان جوړونه د معلوماتو پر اساس کېږي، په یوه ملي ټولنه کې باید د هر وګړي عمر، جنسیت او موقعیت معلوم وي چې هر وګړي ته د هغه د غوښتنو او ضرورتونو پر اساس، د هغه تر درشله پورې اقتصادي خدمات ورسېږي”

هغه ویلي د افغانستان ښه راتلونکي دپاره یې دتذکرو د ویشلو پروګرام پیل کړی اؤ په افغانانو یې غږ کړی چې دهیواد په ګوټ کوټ کې دبرېښنايي تذکرو په اخستلو سره ددې مهمې پروسې ملاتړ وکړي.

د ولسمشر غني لخوا د برېښنايي تذکرو له د ویش د لړۍ پیل کولو نه وروسته دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله یوې خبري غونډې ته پخپله وینا کې ویلي چې د دې تذکرو ویشل قانوني مشروعیت نه لري او نه هم په دې هکله دهیواد او حکومت په کچه همغږي رامنځته شوې.

عبدالله عبدالله وویل "دملي یووالی حکومت درهبرۍ په کچه د همدې تذکرو د ویش په اړه هوکړه نه ده رامنځته شوې او د دې توافق اساس کومه اډیالوژیکه سرچینه نه لري او اساس یې د دې پروسې عملي کول دي لومړی دا پریکړه او تصمیم هیڅ مشروعیت نه لري او دویم کړکیچ ته بلنه ورکول دي"

د نوؤ برېښنائي تذکرو د ویش په لړۍ پیل کیدلو یو شمیر افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو د خوښۍ څرګندونه کړې اؤ دا یې دافغانستان دپرمختګونو څخه یو مهم پرمختګ ګرځولی.

دمجید قرار په نوم تن یو افغان زلمی په فیس بک لیکي “شکایتونه او غمونه ډېر را لغاړې دي خو د تذکرې د پیل د پروسې په څېر مهمې، تاریخي، درنې پېښې نالمانځل شوي مه پرېږدئ. برېښنایي تذکره زموږ تاسې د ژوند د بڼې بدلېدلو پیل دی”

د بریښنايي تذکرود ادارې ویاند ویلي ، بریښنايي تذکرې د پارلمان او جمهور ريیس لخوا د توشیح او تصویب شوي قانون له مخې ویشل کیږي.

که څه هم جمهوري ریاست د بریښنايي تذکرو د پروسې له پیل څخه ملاتړ ښودلی خو اجراییه ریاست ویلي له تفاهم پرته د دې بهیر پیلول به بدې پایلې ولري.

بلخوا یو شمیرافغان سیاسي څیړونکو ویلي ، هغه کسان چې دافغانستان له پرمختګ سره مخالفت لري ، هغوي په هیواد کې قومي ،ژبني او سمتي مسایلو ته لمن وهي او په بریښنايي تذکرو کې ملي هویت (افغان) ځای پرځای کول نه غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG