لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیپلز ګوند سنېټر رضا رباني وایي حکومت دې د ای ایس ای لپاره د ځانګړې بودیجې سپیناوی وکړي


د پاکستان په سېنټ کې د پیپلز ګوند سنېټر رضا رباني.
د پاکستان په سېنټ کې د پیپلز ګوند سنېټر رضا رباني.

د پاکستان د سېنټ پخواني مشر سنېټر رضا رباني له مرکزي حکومته غوښتي چې، د سېنټ په ان کېمره [له رسنیو پټه] غونډه کې دي دا سپیناوی وکړي، چې ولې یې له وضاحت پرته د استخباراتي ادارې ای ایس ای لپاره په کالني بجټ کې زیاته اندازه بودیجه ټاکلې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کلونو لپاره د پاکستان په کالني بجټ کې د ای ایس ای استخباراتي ادارې لپاره ۴.۵ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، چې وایي پر یوه "ځانګړې چاره" به لګول کېږي.

سنېټر رضا رباني د زیارت- پنجشنې په ورځ د کالني بجټ په اړه د سېنټ ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل " ای ایس ای مشر ته د ځانګړې دندې لپاره بودیجه ورکړل شوې ده، خو وایي کله یې چې له حکومته پوښتنه وکړه، نو ورته ویې ویل چې په دې اړه تفصیل نه شي ښکاره کولای:

"موږ [په هېواد کې] د نورو خرڅونو په اړه پوښتنه نه کوو چې پر څه لګېږي، خو له دې څخه یې مقصد څه دی چې وایي "د ځانګړي کار" لپاره ورته بودیجه ټاکل شوې. د دې سپیناوی باید وشي او پارلمان باید په دې اړه په اعتماد کې واخیستل شي".

رضا رباني د را روان کال لپاره د دفاعي لګښتونو د بودیجې پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې "دې حکومت وفاق [فیډرېشن] ټوټه ټوټه کړی دی"، ځکه چې وایي دفاعي بجټ د حکومت په سپارښتنه ۲۰ فیصده زیات شوی دی.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې له پیپلز ګوند سره تړاو لرونکی سنېټر ښاغلی رباني وایي د پاکستان په نوي کالني بجټ کې- چې یوولس کربه روپۍ ټاکل شوی- د پینشن تنخاوو حتی څه ذکر هم نه لیدل کېږي.

د سېنټ پخوانی مشر وایي دا چې د این ایف سي ایوارډ- چې له مخې صوبو ته بودیجه ورکول کېږي- تر اوسه نه عملي کېږي، سبب یې دا دی چې د دفاعي او نورو مرکزي ادارو لګښتونه زیات شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په کالنۍ بودیجه کې هر کال تر پرمختیایي چارو دفاعي او پوځي اړخ ته زیاته بودیجه ټاکل کېږي، چې له کبله یې تل د سیاسي ګوندونو له مخالفت او نیوکو سره مخامخ کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG