لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ملتپال سیاستوال او لیکوال محمد جان سالک له نړۍ سترګې پټې کړې


ملتپال سیاستوال او جرنلسټ محمد جان سالک- چې په محمد جان لالا مشهور وو- له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۶ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د سیاست تر څنګ د جرنلزم په میدان کې هم د ارواښاد محمد جان هڅې د ارزښت وړ ګڼل کېږي، چې څه موده یې په کوټه کې د (کوهستان) په نامه اردو ورځپاڼه چلوله او په دې ورځپاڼه کې یې د (کوهِ سلیمان کے دامن سے) په نامه کالمونه هم لیکل.

محمد جان سالک په خټه مندوخېل ایربزی او د بلوچستان د ږوب سیمې اوسېدونکی وو، چې په تانده ځوانۍ کې یې د پښتون ملتپال مشر عبدالصمد خان اڅکزي په مشرۍ کې د پښتنو ملتپال سیاست ته مخه کړې وه.

ښاغلي محمد جان لومړنۍ زدکړې تر لسم ټولګي پورې په ږوب کې کړې وې او څورلسم یې له ګورنمنټ کالج لاهوره پاس کړی وو، چې بیا یې څه موده د بلوچستان د خوراک په اداره کې د تحصیلدار په توګه سرکاري نوکري هم کړې وه، خو وروسته یې د خپلېي مبارزې په خاطر له نوکرۍ استعفی ورکړې وه.

محمد جان سالک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره.
محمد جان سالک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره.

ښاغلی سالک د خپلې سیمې د دوو نورو ملتپالو سیاستوالو کمال خان شېراني او عبدالرحیم مندوخېل نیژدې ملګری وو او له دوی سره یو ځای یې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې وه او څه موده د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي مشر په توګه هم پاته شوی وو.

عبدالرحیم مندوخېل هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر وو، چې شاوخوا شپېته کاله یې د سیاست تر څنګ لیکوالي هم وکړه او د پښتنو پر سیاسي تاریخ یې څو کتابونه چاپ دي. عبدالرحیم مندوخېل هم یو کال وړاندې د ۲۰۱۷م کال د مې په ۲۰مه له نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد جان سالک هم په پاکستان کې د بلوڅو، سیندي او نورو مترقي سیاستوالو غوندې د محکومو قومونو د حقونو لپاره د جنرل ایوب خان او جنرل ضیاء الحق د مارشلایي حکومتونو په ضد مبارزه کړې، چې بیا په دې تور نیول شوی او څه موده یې د ږوب او مچ په زندانونو کې هم تېره کړې ده، خو د ګوند په استازیتوب پارلمان ته نه لاړ.

محمد جان (لالا) شاوخوا اتلس کاله مخکې د ځینو اختلافاتو پر سر له پښتونخوا ملي عوامي ګونده ګوښه شوی وو او عملي سیاست یې پرېیښی وو، خو پر سیاسي حالاتو یې وخت په وخت لیکنې کولې.

محمد جان سالک له خپل سیاسي ملګري او استاد عبدالرحیم مندوخېل سره.
محمد جان سالک له خپل سیاسي ملګري او استاد عبدالرحیم مندوخېل سره.

نوموړي د ژوند وروستي کلونه یواځې مطالعې ته ځانګړي کړي وو او له کوره دباندې یې ډېره ناسته د کوټې ښار د کتابونو پر دوکانونو باندې وه، چې هلته به یې له ځوانانو سره د پښتنو پر سیاسي حالاتو خبرې کولې او په وطن کې د دایمي امن د راتګ ارمانجن وو.

پر ټولنیزو رسنیو خلکو د محمد جان پر مړینه خواشیني څرګنده کړې، په پاکستان کې یې د پښتنو لپاره د هغه مبارزه ستایلې او ویلي یې دي چې هغه له هر ډول شخصي ګټو او امتیازاتو پرته خپلو خلکو ته خدمت وکړ، خو د ژوند وروستي کلونه یې په سخت اقتصادي بحران کې تېر کړل.

محمد جان سالک په ۱۹۴۲م کال کې د ږوب په (توره درګه) کلي کې زوکړی وو، چې د اپرېل په ۴مه (۲۰۱۸م کال) یې د پښتورګو له اوږدې ناروغۍ وروسته د کوټې په (کیډني روغتون) کې ساه ورکړه او د خالي- شنبې په ورځ (۵ اپرېل) د ږوب په (نوې اوبه لواړه کلي) کې په خپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG