لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان،پاکستان اؤ انډونیشیاء عالمان راتلونکې اوونۍ ګډ کانفرانس کوي


افغانستان کې دامن دټینګښت په موخه دانډونیشیاء حکومت د افغانستان، پاکستان اؤ انډونیشیاء ددیني عالمانو کانفرنس د روانې میاشتې په ۱۱ مه نېټه په جکارتا کې کوي.

ددغه نیټې اعلان د افغانستان د سولې دشورا مشر ښاغلي اکرم خپلواک د جمعې په شپه د انډونیشیاء مشرانو سره له اوږدو خبرو وروسته په ټوئټر کړی دی.

د وائس اف امریکه دخبریال ایاز ګل له مخې ښاغلي خپلواک په ټوئټر دانډونیشیاء لخوا افغانستان کې دامن دټینګښت هڅې ستائیلي اؤ ویلي یې دي چې دعالمانو په دغه کانفرنس کې به دپاکستاني اؤ انډونیشیائي دیني عالمانو برڅیره د افغانستان د دیني عالمانو۲۰کسیزه پلاوی هم برخه اخلي.

دانډویشیاء صدر د روان کال دجنورۍ په میاشت کې کابل ته دخپل سفر په مهال دعالمانو ددغه کانفرنس وړاندیز کړی ؤ ترڅو دیني عالمان د ترهګرۍ په ضد په یوه ګډه مذهبي فتوه یوه خوله شي خو طالبانو د وړاندې څخه دغه کانفرنس رد کړی اؤ پکې یې د برخې نه اخستو اعلان کړی دی.

د انډونیشیاء مشران وایي چې ددغه کانفرنس په ترڅ کې به هڅه وکړل شي چې د یوې ګډې مذهبي فتوې دلارې طالبان افغان دولت سره خبرو ته قائل کړل شي.

دانډونیشیاء چارواکي هیله لري چې طالبان به هم دغه کانفرنس کې برخه واخلي خو طالبانو دافغانستان په نورو عالمانو هم غږ کړی چې دغه کانفرنس کې د ګډون نه ډډه وکړي.

طالبانو د روان کال د مارچ په میاشت کې تور لګولی ؤ چې ددې کانفرنس موخه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته جواز لټول دي .

دطالبانو په ملاتړ تورن دافغانستان ګاونډي هیوادپاکستان هم د انډونیشیاء دکانفرنس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی خو له دې وړاندې چې کله سږکال د جنورۍ میاشت کې پاکستان دخپلو دیني عالمانو دلارې دترهګرۍ په ضد د”پیغام پاکستان “په نوم کومه مذهبي فتوه جوړه کړې په هغې کې یې پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځولي خو دافغانستان په هکله بیا په دغه فتوه کې غلي پاتې شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دافغانستان دیني عالمانو دپاکستان په دغه مذهبي فتوه نیوکې کړې وې اؤ ویلي وؤ چې اسلام د ټولو دپاره یو شان دی نو بیا ولې پاکستان خپل هیواد کې ځانمرګي بریدونه حرام ګڼي اؤ دافغانستان دننه ددغسې بریدونو په هکله خبره نه کوي

XS
SM
MD
LG