لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا کې په دوو اوونیو کې دویم نرښځی وژل شوی


د پښتونخوا په مانسهره ضلع کې یو نرښځی په ډزو وژل شوی چې قاتل یې سمدستي خلکو نیولی او پولیسو ته یې سپارلی خو له پولیسو بیرته تښتېدلی دی.

دا په دوو اوونیو کې دویم نرښځی دی چې په پښتونخوا کې وژل کېږي. د اپرېل په ۲۳مه هم په سوابۍ ضلع کې یو افغان نرښځی شینا ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلی وو.

د مانسهرې پولیس چارواکي وایي، د ښار د صدر تاڼې په شاوخوا کې د موني په نوم نرښځي او د هغه ملګري د کوژدې په مراسمو کې نڅا کوله، چې په دې مهال د موني او یوه ځایي کس ریاض خان تر منځ لفظي جګړه وشوه.

پولیس وایي ریاض خان د غوسې په حالت کې سمدستي د موني پر تندي توپنچه نیولې او ډزې یې ورباندې کړې دي، چې له کبله یې هغه ځای پر ځای ساه ورکړې ده.

د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکی مدني فعال تېمور کمال وایي، موني په مانسهره کې د نرښځیانو له ډلې سره ژوند کاوه او اکثر به یې د ودونو او کوژدو په مراسمو کې نڅا کوله.

میني- په مانسهره کې وژل شوی نرښځی.
میني- په مانسهره کې وژل شوی نرښځی.

د مانسهرې پولیس چارواکي د موني په وژنه کې د تورن ریاض خان د نیول کېدو او له پولیسو د تښتېدو خبر ردوي، خو وایي چې د هغه په ضد یې مقدمه درج کړې او د هغه په نیولو پسې ګړندي ګامونه اخلي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره یوه کارکوونکې غیرسرکاري ټولنه (بلیو وېنز) وایي، له ۲۰۱۵م کال راهیسې یواځې په تېرو درو کلونو کې په خیبرپښتونخوا کې ۵۷ نرښځیان وژل شوي دي.

د نرښځیانو د کمېټۍ مشره فرزانه خان وي.او.اې ته ویلي، پر نرښځیانو په برید کې لاس لرونکي کسان نه نیول کېږي او نه سزا ورکول کېږي ځکه خو پر نرښځیانو پرله پسې بریدونه کېږي.

فرزانه خان وایي پولیس پر نرښځیانو په برید کې د لاس لرونکو کسانو په ضد د داسې دفعاتو په بنیاد مقدمې درج کړي، چې له مخې یې هغوی ډېر ژر په ضمانت خوشي شي، خو نرښځیانو ته انصاف ونه رسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG