دپاکستان داسلام اباد ایالتي محکمې یا هائیکورټ امر کړی چې راتلونکې روژه کې به د تي وي په هیڅ یو چینل دساعت تیري اؤ پوښتنو (نیلام ګهر اؤ سرکس) پروګرامونه نه ښودل کیږي اؤ هر چینل ته به اړینه وي چې پینځه وخته اذان خپور کړي.
په روژه کې د ټي وي ګانو دپروګرامونو دپاره دچوکاټ جوړؤلو په اړوند د اوریدنې په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي ښاغلي شوکت عزیز صدیقي ویلي د مسلمانانو دپاره له اذان پرته بل هیڅ بیړنی خبر نشته خو هیڅ یو د ټي وي چینل روژه کې اذان نه خپروي اؤ سندرې اؤ ګډاګانې خلکو ته ښایي.
مشر قاضي وویل “اوس خو خبره تر دې حده تللې چې دولتي ټي وي هم اذان نه خپروي ، که همداسې کول وي نو بیا دپاکستان د نوم څخه اسلامي جمهوریه لرې کړئ”
داوریدنې په مهال محکمې په کلکه ویللي چې که په کوم چینل د رمضان خپرونه کې دساعت تیري پروګرامونه وښودل شول نو خپرونې به یې بندولی شي.
محکمې د برقي میډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا څخه راپور وغوښتو چې باید په ډاګه کړي دپاکستان په ۱۱۷چینلو کې څومره اذان خپروي
د اسلام اباد هائیکورټ د مشر قاضي دکورنۍ تعلق د پاکستان د یوې مذهبي ډلې جماعت اسلامي سره دی اؤ د هغه د کورنۍ مشر مولانا نعیم صدیقي دجماعت اسلامي په مخکښانو کې ګڼل کیږي.
قاضي شوکت عزیز صدیقي چې دسختو پریکړو په اورؤلو سره شهرت لري سږکال یې دمارچ په میاشت کې دټولنیزو رسنیو څخه د مذهب د سپکاوي د موادو لرې کولو دامر کولو په مهال ویلي وو چې که ددغه موادو ختمولو دپاره د ټولې سوشل میډیا تړلو ته اړتیا ولیدل شي نو هم دې وتړل شي.
دپاکستان دغه قاضي له دې وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر د وژونکي ممتاز قادري د مقدمې څخه د ترهګرۍ د دفعو ختمولو امر هم کړی ؤ خو وروستو دغه دفعې سترې محکمې پځایې ساتلې وې.
هرکال چې په ټوله نړۍ کې 14 مه فروري د ویلنټائن یا د مینې د ورځې په توګه نمانځل کیږي پږوسکال دپاکستان دغه قاضي په ګرد هیواد کې په ویلنټائن ډی د بندیز امر هم جاري کړی ؤ.