لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: له افغانستان سره پر پوله اغزن تار غزول به د ترهګرۍ مخه ونیسي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاویده باجوه د بلوچستان په پنجپای سیمه کې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار د غزولو منصوبه څارلې، چې پینځه کیلومیټره برخه یې بشپړه شوې ده. د پوځ مشر هلته رسنیو ته ویلي:

"پر پوله اغزن تار غزول به د ترهګرۍ مخه ونیسي".

د پاکستان پوځ وایي پر پوله به د درې کیلومیټرۍ په فاصله دوه نیم سوه امنیتي کلاګانې هم جوړوي، چې پینځلس څارونکي برجونه به پکې جوړېږي.

د پوځ له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې جنرل قمر جاوید باجوه په کوټه کې یوې بلې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ترهګري هیڅ مذهب، فرقه یا قوم نه لري او پاکستان د دې خطر په ضد بې توپیره جګړه کړې او د ټول ولس په مرسته به یې له منځه وړي.

د بلوچستان وزیراعلی میر عبدالقدوس بزنجو هم د پوځ له مشر سره د پنجپای ته تللی او رسنیو ته یې ویلي، چې څومره هم له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار غزولو کار بشپړېږي، ترهګري ورسره کمېږي:

"پر پوله د اغزن تار غزولو ضرورت ځکه پېښ شو چې ترهګر به په اسانۍ دلته [بلوچستان] خصوصاً کوټې ته راتلل او ترهګري به یې کوله، د ترهګرۍ د مخنیوي لاره هم دا وه".

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی هم پر پوله د اغزن تار د څارنې لپاره د پوځ له مشر جنرل باجوه سره تللی وو. بګټی وايي پر پاکستان چې په افغانستان کې د ترهګرۍ کوم تور لګېده نور به هغه نه وي:

"که زموږ له خوا ترهګري کېدای موږ به پر پوله د اغزن تار غزولو خبره نه کولای او که زموږ له خوا [ترهګري] کېږي هم نو ریاست یې ملاتړ نه کوي، کېدای شي وسلوال څه نه څه کوي ځکه چې ډېره اوږده پوله ده او ذمه واري یې څوک نه شي اخیستلای".

سرفراز بګټی وایي هیله من دی چې افغان حکومت او د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد ونه کارول شي او تش د ښو ګاونډیانو په توګه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره "پوله جوړوي".

پاکستان او افغانستان شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومیټره ګډه پوله لري، چې تر منځ یې ډیورنډ کرښه غزېدلې ده او افغانستان تر اوسه دغه کرښه د پوله په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، خو پاکستان یې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله ګڼي.

د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه له تېر ۲۰۱۷م کاله راهیسې د اغزن تار غزولو کار پیل کړی او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه به یې زیاته برخه بشپړه کړي، خو افغان حکومت له دې کار سره مخالفت څرګند کړی او وایي چې پر پوله اغزن تار د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نه غزول کېږي بلکې دا د کرښې دواړه غاړو ته پراته ولسونه سره بېلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG