لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی د تجارتي مسایلو د حل لپاره پاکستان ته تللی


د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی د دې هېواد د تجارت د مرستیالې وزیرې په مشرۍ اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیز تجارت، افغان ټرانزټ او د تجارت په مخ کې د پرتو خنډونو پر حل خبرې کړې دي.

په افغان پلاوي کې د تجارت د مرستیالې وزیرې کاملې صدیقي په شمول د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو او محصولاتو د چارو مرستیال نجیب وردګ او نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال پر ټویټر لیکلي، چې نن یې په یوه غونډه کې له ورغلي افغان پلاوي او پاکستاني تاجرانو سره خبرې کړې دي:

"د افغان پلاوي په موجودګۍ کې مو له افغان او پاکستاني تاجرانو سره ولیدل، په دوه اړخیز تجارت او ټرانزټ کې پراته خنډونه مو وڅېړل او په اسلام اباد کې مو د دغو مسایلو په اړه پر روانو رسمي خبرو بحث وکړ".

په اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس پر ټویټر لیکلي، چې افغان پلاوي د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د ګمرکونو او محصولاتو د وزارت له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل او دواړو غاړو له دوه اړخیز تجارت او ټرانزټ سره د مرستې ژمنه وکړه:

"د پاکستان د محصولاتو د مرکزي ادارې له مشر، غړو او نورو چارواکو سره مو ګټورې او له معنا ډکه ناسته وشوه او پر ټولو ستونځو او مسایلو په تفصیل سره بحث وشو او د حل لاره یې وسنجول شوه".

افغان پلاوي د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه او د سوداګرۍ له وزیر پروېز ملک سره هم لیدلي او دواړو غاړو پر دې موافقه کړې چې نور باید دوه اړخیز تجارت له سیاسته بېل وساتي او د کاروبار لړۍ ته دوام ورکړي.

د وي.او.اې اردو د رپوټ له مخې ناصر جنجوعه افغان پلاوي ته باور ورکړی، چې پاکستان به د تجارت د ودې او ښه کېدو په برخه کې ورسره هیڅ ډول مرستې نه سپموي.

زردشت شمس لیکلي چې په دې ناسته کې هم دواړو لوړپوړو پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزټ په برخه کې به ټول خنډونه له منځه یوسي.

د افغانستان د تجارت او مالیې وزارت تر دغه لوړپوړي پلاوي مخکې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان نورو حکومتي او پوځي چارواکو هم پاکستان ته سفرونه کړي او په بدل کې یې د پاکستان د پوځ د مشر او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول پاکستاني چارواکي هم کابل ته تللي او دواړه هېوادونه د خپلو خرابو اړیکو د ښه کولو په هڅه کې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG