لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د ايران د تړون څخه په وتلو د پاکستان غبرګون او اندېښنه


د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر
د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي د اوږدو خبرو اترو د لارې ترسره شوې نړيوالې معاهدې ډېرې د احترام وړ وي.

پاکستان د امريکې د ايران سره د ايټمي تړون څخه د وتلو په فېصله اندېښنه څرګنده کړې ده. ويل کيږي ځکه چې د امريکا د دغه پرېکړې بدې اغېزې به په پاکستان هم وي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ د بهرنيو چارو دفتر ويلي "پاکستان په دې خبره باور لري چې د اوږدو خبرو اترو او مذاکراتو په پايله کې ترسره شوې معاهدې، تړونونه د احترام وړ وي".

دغه رنګ په بيان کې ویل شوي، "د معاهدو سره دغه ډو ل عمل د شخړو په پُرامنه ډول هوارولو او نړيوالو اړيکو کې د خبرو او سفارتکارۍ اقدارته زيان رسوي".

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ اعلان وکړو چې امریکا به د اېران سره په کال ٢٠١٥ م کې شوي د اېټمي معاهدې نه ځان وباسي.

صدر ټرمپ په واشنګټن کې د خبریالانو غونډې ته وویل "زه نن اعلان کوم چې امریکا به د ایران ایټمي د معاهدې نه بهر شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ويلي پاکستان د ايران سره د ايټمي تړون په اړوند ويلي د ګډ عملي پلان (جی سي پي او) خبرې او د سفارتي لارې پېچلې مسلې هوارول غوره مثال دی او پاکستان د جی سي پي د دغه اقدام هر کلی کړی او هيله يې لرله چې ټول فريقېن به دا تړون په ځای وساتي.

بيان کې ويل شوي چې په ځانګړي ډول ايټمي نړيوالې ادارې بيا بيا د ايران لخوا په تړون د عمل کولو او پرځای ساتلو پخلی کړی ؤ.

پاکستان ويلي د تړون څخه وتلو د امريکايي فېصلې باوجود د تړون فريقېن چې زيات هېوادونه پکې شامل دي په ايټمي تړون د عمل کولو د ژمنې څرګندونه کوي.

پاکستان دغه غبرګون په داسې حال کې ورکړی چې د امريکايي فېصلې په پایله کې په ايران د بندېزونو لګېدو منفي اغېزې د پاکستان او ايران ترمنځ دوه اړخيزه معاهدو باندې کېدی شي.

په وروستيو کې اسلام اباد او تهران داسې ليدل شوي چې دوه اړخيزه اقتصادي اړيکې يو بل سره ښې کړي.

پاکستان په دې هيله ؤ چې د ايران څخه بندېزونو په صورت کې به اسلام اباد د ايران څخه پاکستان ته د راتلونکي پايپ لاين پروژه بشپړه کړي، خو د تهران او واشنګټن د تازه تاؤ تريخوالي له امله به د اربونو ډالرو دغه پروژه نوره د ځنډ ښکار شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG