لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو کچه ټیټه ده


د افغانستان دکډوالو د چاروازت وزارت ويلي سږ کال د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته د راستنېدو کچه ټيټه شوې ده.

د افغانستان دکډوالو او راستنیدونکو د چارو وزارت د کډوالو د نه ستنیدو لامل په افغانستان کې روانه جګړه، له کډوالوسره دمرستو کمېدل او همداراز له کډوالۍ څخه دافغانانو ستړیا اونه رجسټرشویو کډوالو ته دقانوني اسنادو ورکول وښودل.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي ، د ۲۰۱۸ میلادي کال له پېل څخه تردې دمه۱۵۰۹۴ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

میاخیل وویل "له روان میلادي کال څخه تراوسه پورې له ۲۰۴۰۰۰ نه زیات افغان کډوال راستانه شوي چې زیاته برخه یې له ایران څخه ده او له پاکستان یوازې ۱۵۰۹۴ تنه افغان کډوال اوله ایران څخه ۲۲۳۷۸۲تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي".

دکډوالو وزارت وزارت ویلي ،په هېواد کې دنامنیو زیاتوالی،له کډوالو سره دمرستو کموښت اوپه پاکستان کې د غېر راجسټرافغان کډوالو د راجسټرکېدو پروسې بشپړېدل هغه لاملونه دي چې دبیرته ستنیدو په پروسه یې منفي اغیز کړي دي.

مطبوعاتي سلاکار وویل "د تېرکال په پرتله داکچه راټیټه شوې یولامل یې دبیرته ستنیدونکو کډوالو سره چې دکډوالۍ اسناد یې درلودل دیو،این،ایج،سي،ارلخوا مرستې کمې شوي،دوېم په پاکستان کې میشت کډوال له کډه کولوڅخه پتنګ شوي،دغیر رجسټرشويو کډوالوته دقانوني اسنادو ورکول او همداراز په افغانستان کې دجګړو او نا امنیوزیاتوالی هغه څه دي چې دکډوالود راستنیدو په بهیر یې منفي اغیز کړي دي".

دامهال یواعشاریه۴ ملیونه افغان کډوال چې د کډوالی دپیورکارډونه یې ترلاسه کړي اوشاوخوا ۹ لکه نورهغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې رجسټرشوي په پاکستان کې دکډوالۍ ژوند کوي.

په ورته وخت کې دکډوالو نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان له ۱۵ ولایتونو څخه ۷۷۲۱۰۹ تنه افغانان له افغانستان څخه وتلي چې له دې څخه ۱۱۰۵۴۳ تنه افغان اروپايي هېوادونو ته تللي اوپاتې نور دنړۍ نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

دکډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزیرسید حسین عالمی بلخي نن دخبري غونډې پرمهال ویلي په تیرو په پنځو کلونو کې ۱۸۲۱۰۰۰افغان کډوال له پاکستان،ایران اودنړۍ بیلابیلو هیوادونوڅخه افغانستان ته را ستانه شوي او ۱۷۲۸۰۰۰ تنه افغانان په کوردننه دجګړو له امله بې ځایه شوي دي.

دافغانستان دکډوالواو راستنیدونکو چارو وزارت ویلي دمهال په پاکستان ،ایران او دنړۍ په ګن شمیر هیوادونو کې ۵ نیم ملیونه افغانان دکډوالۍ ژوند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG