لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګلنار بېګم هاغه سندره چې دخپلې سترګې نظر یې پکې بائللی ؤ


ګلنار بیګم د پښتو یوه وتلې سندرغاړې وه چې په کال په کال ۱۹۴۲م کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دګل محمد کر زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب دخپلې کورنۍ سره د پښتونخوا دمردان شهباز ګړهې سیمې ته راپه ګډه شوې وه.

هغې دپښتو، فلمونو اؤ ریډیو دپاره په زرګونو سندرې ویلي اؤ تر ننه دپښتو موسیقۍ مینه وال په دې خبره یوه خوله دې چې په زنانه سندرغاړو کې دګلناربېګم په څیړ خوږ اواز تر اوسه بل هیچا نه دی لرلی.

ګلنار بیګم دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د تیر وخت د یوې تکړه سندرغاړې ګوهر بیګم په ورور دلاور واده شوې وه اؤ هغې به سندرې بیخي په پرده کې ویلې .

وتلی شاعر غازي سیال چې ګلناربیګم سره یې د ژوند ډیره برخه د نزدې نه تیره شوې ده وایي هغه چې به د سندرو ریکارډنګ له ریډیو یا دفلم سټوډیو ته تلله نو دپښتنو په روایتي بورقه کې به تلله اؤ هیچا به یې مخ نه لیدلو.

غازي سیال صیب سره د ګلناربیګم ډیرې زړه پورې خاطرې خوندي دي، هغه په ګلناربیګم یو کتاب هم “د سندرې روح “په نوم لیکلی دی

دګلنار بیګم یوې سترګې خپل نظر بائللی ؤ اؤ ښاغلي غازي سیال ته هغه لمحې هم وریادې دي چې ګلنار بیګم پکې دخپلې سترګې نظر بائللو.

هغه وایي “دپښتو د یو مشهور فلم جرم اؤ سزا د پاره ګلناربیګم په لاهور کې سندرې ریکارډ کولې ، کله چې دې سندرې وئیلو ته دمائیک مخې ته ودریدله چې (راغلې مسافره یم اشنا راځه راځه// په مینه مینه ماله په خندا راځه راځه)نو دګلناربیګم په یوه سترګه درد راغلی”

ښاغلی غازي سیال وایي ګلنار بیګم پخپله سترګه لاس کیښود اؤ د درد د شدت نه فریادونه شروع کړل ، سندره ترې په نیمه کې پاتې شوه.

د غازي سیال په وینا” ګلنار بیګم په سترګه لاس ایښی ؤ ، ډیر زیات تکلیف ؤ ورته ، ټولو خلکو ورته وې ، بس دا سندره به بل وخت ریکارډ کړې ، د ټولو مخکې ستا هسپتال ته تګ ضروري دی، خو ګلنار بیګم نه منله هغې ویل اول به ددې سندرې ریکارډنګ ختموم بیا به ډاکټر له ځم”

ښاغلی غازي سیال وایي چې د درد اؤ تکلیف نه په دغه ډک حالت کې ګلنار بیګم یو لاس پخپله سترګه ایښی ؤ ، له سترګو یې د درد دشدت نه اوښکې روانې وې خو ددغه غزل ریکارډنګ یې سرته ورسولو.

وروسته چې کله ګلنار بیګم روغتون ته بوتلل شوه اؤ ډاکټرانو دهغې د سترګې معائنه وکړه نو دهغې دغه سترګې خپل نظر بائیللی ؤ.

ګلنار بیګم په کال ۱۹۹۵ کې داکتوبر په وړومبۍ نېټه وفات شوې اؤ دخیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې دفن ده خو دهغې دغه ښکلې سندره چې نن هم خلک اوري خوند اؤ مزه ورکوي ولې ددې سندرې د پس منظر نه به ډیر کم خلک خبر وي چې دا سندره ګلناربیګم څومره د درد اؤ تکلیف په حالت کې ویلې ده.

تاسو هم دګلنار بیګم دا ښکلې سندره دلته اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG