امریکا کې دپاکستاني ډپلوماټاڼو په سفرونو د بندیز جواب کې پاکستان هم د امریکایي ډپلوماټانو په سفرونو بندیز لګولی اؤ امر یې کړی چې سر دنن څخه که امریکایي ډپلوماټا په هر لوري ځي وړومبی به ورته دپاکستان دخارجه دفتر څخه اجازه اخستل وي.
دپاکستان د خارجه دفتر څخه دجاري شوې یوې اعلامیې له مخې پاکستان کې به نور امریکایي ډپلوماټان دځان سره تر یو زیات پاسپورټونه نه شي ساتلی اؤ دلته به دوئ استوکنه هم یوازې دهغوئ ویزو کې د ورکړل شوې مودې پورې وي.
داعلامیې له مخې دامریکایي سفارتخانې په رسمي ګاډو به دغیر سفارتي نمبر پلیټونو لګولو اجازه نه وي اؤ که کوم ډپلوماټ په کرایه ځائ اخلي یا یې بدلوي نو مخکې به ورته دهغې دپاره اجازه ترلاسه کول وي.
همدغه راز د امریکایي سفارت خپلو اؤ د کرایه ګاډو ته به اجازه نه وي چې شیشې یې تورې کړل شي اؤ که هغوئ دموبائیل فون سمونه اخلي نو هغه به ورته هم د ګوتې لګولو نه وروسته ورکول کیږي.
سرچینې وایي دپاکستان خارجه دفتر دغه اعلامیه اسلام اباد کې امریکایي سفارتخانې ته هم ورښودلې ده اؤ اوس به دپاکستان په ټولو هوایي اډو دامریکایي سفارتخانې سامانونه د ویانا کنونشن په اساس لټول کیږي.
په نزدې ورځو کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی ؤ چې که پاکستان کې دامریکا ډپلوماټانو ته په ازادانه ډول د تګ راتګ اجازه ورنکړل شوه نو په امریکا کې د پاکستاني ډپلوماټانو د تګ راتګ لمنه هم محدود کیدلی شي .
دامریکا دبهرنیو چارو محکمې د روانې میاشتې د لمړۍ نیټې څخه د پاکستاني ډپلوماټانو د تګ راتګ محدودؤلو پریکړه کړې وه چې دغه پریکړه کې بیا د لسو ورځو پراختیا راوستل شوه اؤ ددغو لسو ورځو په ختمیدو امریکا کې دپاکستاني ډپلوماټانو تګ راتګ دشرطونو سره تړل شوی دی.
امریکايي شرطونو کې ویل شوي چې پاکستاني ډپلوماټان به له اجازې پرته تر ۲۵ؤ میلو زیات سفر نه شي کولی اؤ که زیات سفر ته اړتیا لري نو پینځه ورځې وړاندې به ورته دهغې دپاره ځانګړی اجازت اخلي.