په انډونیشیاء کې دافغانستان،پاکستان اؤ انډونیشیایي دیني عالمانو کانفرنس د یو پریکړه لیک په خپرولو سره دافغان ولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته دسولې دشوي وړاندیز ملاتړ اعلان کړی اؤ په ټولو دخیلو اړخونو یې غږ کړی چې افغانستان کې دامنیت دپاره خپلو کې نیغ په نیغه خبرو ته کښیني.
په پلازمینه جاکارته کې ددغه یو ورځني کانفرانس پرانسته نن دجمعې په ورځ د انډونیشیاء صدر جوکو ویدودو کړې وه چې پکې د دریوارړو هیوادونو په لسګونو دیني عالمانو برخه لرله
دافغانستان خبري اژانس پژواک پخپله ویب پاڼه د عالمانو ددغه کانفرنس پریکړه لیک خپور کړی چې پکې ویل شوي دغه کانفرنس د اسلامي نړۍ اؤ دپاکستان د" پیغام پاکستان "فتوې په شمول دهاغو ټولو پرېکړه لیکونو ملاتړ کوي چې دسولې طرفداري اؤ دترهګرۍ غندنه پکې شوې ده.
په پریکړه لیک کې زیاته شوې چې ددیني عالمانو دا کانفر دافغان ولسمشر لخوا طالبانو ته دسولې دشوي وړاندیز بشپړ ملاتړ اؤ د سیمې دهاغو اسلامي هیوادونو اؤ نړیوالې ټولنې مننه کوي چې افغانستان کې یې دسولې دپروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
دیني عالمانو پخپل پرېکړه لیک کې ویلي اوس افغانستان کې سولې ته شرائط برابر شوي اؤ دعالمانو کانفرنس په ټولو دخیلو اړخونو غږ کوي چې دسولې دپاره نیغ په نیغه خبرو ته کښیني.
پریکړه لیک کې په دیني عالمانو غږ شوی چې دخپلو مذهبي دندو له مخې باید دسولې، زغم،ټولنیز عدالت اؤ پرمختګ دپاره کار وکړي اؤ خلک هم دغه لوري ته راوبولي.
پریکړه لیک کې ویل شوي چې دافغانستان، انډونیشیاء اؤ پاکستان دیني عالمان دهاغو چیلنجونو نه خبر دي چې اسلامي هیوادونه ورسره مخ دي ځکه دوئ کولی شي چې اسلامي نړۍ اؤ په ځانګړي ډول افغانستان کې دسولې په تامین کې فعال کردار ترسره کړي.
د دریواړو هیوادونو دیني عالمانو په ټېنګار سره ویي چې تاؤ تریخوالی اؤ ترهګري په هیڅ یو دین ،قام اؤ تمدن پسې تړاؤ نه لري اؤ ځانمرګي بریدونه، دتاؤ تریخوالي نه ډک اطرافیت داسلامي ښودنو په ضد عمل دی
په دغه پریکړه لیک کې دیني عالمانو ویلي چې هغوئ داسلامي امت د یوې کورنۍ په توکه د سولې د هر اړخیز بهیر ملاتړ کوي اؤ چمتو دي چې په افغانستان کې دامنیت دټېنګښت دپاره دسولې په ټولو پروسو عملي کیدو کې مرسته وکړي.
باید وویل شي طالبانو د انډویشیاء کانفرنس سره د وړاندې نه اختلاف څرګند کړی اؤ دیني عالمانو څخه یې غوښتنه کړې وه چې باید دغه کانفرانس کې برخه وانه خلي