لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:ترهګر به په افغانستان بیا قبضې کولو ته پرې نه ږدو


دامریکا د ملي امنیت صلاح کار جان بولټن
دامریکا د ملي امنیت صلاح کار جان بولټن

دامریکا د ملي امنیت صلاح کار ښاغلي جان بولټن ویلي امریکا به پرې نه ږدي چې ترهګر په افغانستان بیا قبضه وکړي اؤ یا هم یو ځل بیا په امریکا د برید کولو توان ترلاسه کړي.

دامریکا غږ خبریالې ګریټا وین سټرین سره یوه ځانګړې مرکه کې دغه لوړ پوړي امریکایي چارواکوي ویلي “دافغانستان په توان کې د اضافې کولو دپاره دا مهال ډیر څه کولو ته اړتیا ده ترڅو په دغه هیواد د ترهګرو دبیا قبضې کولو مخه ونیول شي”

جان بولټن وویل باید دا خبره باوري کړل شي چې د ترهګرو د بریدونو مخنیوي دپاره مونږ ټولې اړینې وسیلې په لاس کې لرو.

ددې پوښتنې ځواب کې چې ایا امریکا به طالبانو سره خبرو ته کښیني د ملي امنیت صلاح کار وویل مونږ دا ګڼو چې افغان دولت باید دې لړ کې پیل وکړي، وروسته به مونږ وګور چې طالبان اؤ هغه ټولې بیلابیلې ډلې چې دافغان دولت په وړاندې خنډ شوي ایا په رښتیا داسې خبرو کې خوښي لري چې له امله امن ته لاره هواریدلی شي.

دایران په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي جان بولټن وویل که چرې ایران خپل میزائیلي پروګرام بیا پیل کوي نو دې سره به یو ځل بیا سیمه کې د وسلو زغل پیل شي.

دهغه په وینا” زما په فکر ایران سره د اټومي تړون اغیزو په منځني ختیز کې د وسلو زغل ته لاره هواره کړې ده، خبره یوازې دا نه ده چې اسرائیل نه غواړي ایران یا ترکي،مصر،سعودي عرب،اؤ خلیجي هیوادونه دې اټومي وسلې جوړې کړي بلکې مونږ دا خطره هم وینو چې که ایران اټومي وسلې جوړوي نو نور هیوادونه به هم د اټومي توان ترلاسه کولو هڅې کوي”

هغه زیاته کړه چې ایران سره داټومي تړون د نه ختمولو معنی به سیمه کې د اټومي وسلو زغل ته نور هم میدان هوارؤل وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG