لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دنوم لیکنې په مرکزونو حملې دافغانستان په راتلونکي حملي دي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه اؤ د نوم لیکنې په مرکزونو حملې د افغانانو په راتلونکي حملې دي.

هغه وایي “زمونږ اؤ د مخکنیو زورواکانو ترمینځ ډاګیز توپیر دی، افغانان چې زور اؤ زیاتی نه مني نو ددې دپاره ټاکنې یوازینۍ لاره ده”

دتیرې میاشتې په ۳۰مه نیټه خوست کې دبي بي سي د وژل شوي خبریال احمد شاه دفاتحې دمراسمو په موقعه دهغه دکورنۍ غړو سره په ټيلي فوني خبرو کې ولسمشر دهیواد بیلابیلو برخو کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې دبېګناه افغانانو په وژنه خفګان ښکاره کړی.

هغه د خوست والي ته امر کړی چې په وغه ولایت کې باید په وروستیو بریدونو کې د وژل شوؤ افغانانو په نوم یو څلی هم جوړ کړي.

د ولسمشر دماڼۍ څخه دجاري شوي بیان له مخې ښاغلي غني د ولس څخه د کلکې ارادې اؤ عزم غوښتنه کړې اؤ په ټینګار سره یې ویلي چې “باید د شفافو اؤ عادلانه ټاکنو دپاره مونږ ټول یو ځائ شو ترڅو ولسوالي بریالۍ شي”

دتیرې میاشتې په ۳۰مه نېټه د خوست په شمال کې دمتون په عمومي سړک نامعلومو وسله والو د بي بي سي خبریال احمد شاه متونوال وژلی ؤ اؤ روانه اوونۍ کې دخوست والي ویلي چې د وژل شوي خبریال وژونکي‌ نیول شوي دي.

ولسمشر د وژل شوي خبریال کورنۍ ته ډاډ ورکړی چې دخبریال احمد شاه د وژنې په تور دنیول شوؤ کسانو په ضد به دهیواد دنافذو قوانینو په ضد ګامونه واخستل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG