لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ممبۍ بريدونو په اړوند د نوازشريف بيان د ملي امنيت په غونډه کې رد کړی شوی


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف

د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف د ممبۍ بريدونو په اړوند بيان ته د ملي امنيت غونډې په بشپړ ډول غلط او بې لارې کوونکی ويلي دي او ټول تورونه رد کړی شوي دي.

د ملي امنيت غونډه نن د ګل، دوشنبې په ورځ په داسې حال کې شوې چې د خالي، شنبې په ورځ ډان ورځپاڼې په خپور کړي يو خبر کې ويلي ؤ، پخواني وزيراعظم نوازشریف ورځپاڼې سره په مرکه ويلي، چې د ممبۍ بريدونو په اړوند د راولپنډۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت کې قضيه تراوسه پورې ولې نه ده بشپړ شوې؟ .

هغه زياته کړې وه چې تندروه وسله واله ډلې تراوسه پورې فعاله دي چاته چې غېر رياستي عناصر ويلی شي، "ماته دې وويل شي چې ايا مونږ ته د دې خبرې اجازه ورکول پکار دي چې د پولې نه پورې غاړې ته په ممبۍ کې دې ۱۵۰ کسان ووژل شي".

هغه دا هم ويلي ؤ چې دا عمل د منلو وړ نه دی او دغه علت دی چې مونږ د ستونزو سره مخ يُو، او زياته کړې یې وه چې دا خبره د روس صدر ولاديمير پيوټن او د چين صدر شي ژين پينګ هم کړې ده.

د پاکستان د دولتي رسنيو ترمخه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ غونډه کې د ممبۍ بريدونو په اړوند بيان رد کړی شوی او ويل شوي چې په اخباري بيان کې کلک شواهد او رښتیا د پامه غورځول شوي دي.

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې په دغه بيان د افسوس څرګندونه شوې او بدمرغي ورته ويل شوې چې رښتيا د شکايت په توګه په غلط انداز بيان کړی شوي دي.

نوازشریف ويلي ؤ "مونږ ځان په خپله يواځې کړی زمونږ قربانۍ نه منل کيږي او د افغانستان دريځ اورېدل کيږي زمونږ نه اورېدل کيږي دې پله پام ګرځول پکار دي".

پرون د پاکستان پوځ ويلي ؤ چې په رسنيو کې د ممبۍ بريدونو په اړوند بې لارې کوونکي بيان باندې د خبرو دپاره د وزيراعظم په مشرۍ د غونډې راغوښتو وړانديز شوی دی.

ممبۍ کې په کال ۲۰۰۸ م ترهګر بريدونه شوي چې پکې د ۱۶۶ پورې کسان وژل شوي او هند د دغو تورونو تور په لشکرطيبه ډله لګوي، د جماعت الدعوه ډلې د مشرحافظ سعيد په مشرۍ په ياده ډله امريکې او ملګرو ملتونو بندېزونه لګولي دي.

د نوازشريف تازه بيان ته د پاکستان پيپلز ګوند او تحريک انصاف ګوند لخوا سخت غبرګون ويل شوی دی.

د نوازشریف د بيان په اړوند د مسلم ګوند صدر او د پنجاب صوبې اعلی وزير شهبازشريف پرون ويلي ؤ چې د هغه بيان په بدل انداز وړاندې کړی شوی دی.

خو نوازشريف نن په اسلام اباد کې د احتساب عدالت کې د پېشۍ ورستو ويلي هغه په خپل بيان ټينګ ولاړ دی او زیاته کړې یې ده چې "هغه کومه غلطه خبره نه کړې ده او تل به د حق خبره کوي".

نوازشريف تېر کال د پاناما قضيه کې د وزيراعظمۍ د چوکۍ څخه نااهله کړی شوی او اوس پرې د احتساب قامي عدالت کې قضيې چليږي.

نن د ګل په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ غونډه کې د مرکزي وزيرانو ترڅنګ د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه او د ګډو ځواکونو مشر جنرال زبېرمحمود حيات او د سمندري او هوايي ځواک د مشرانو ترڅنګ د استخباراتي ادارو مشرانو هم ګډون کړی دی.

ځايي ميډيا وايي شاهد خاقان عباسي د غونډې وروستو د نوازشریف سره ليده کاته هم شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG