لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتي کارمند ته پاکستان د تلو اجازت ورکړی


د امريکې هغه سفارتي کارمند ته پاکستان د تلو اجازه ورکړې چې په اسلام اباد کې يې دوه تنه په ګاډي وهلي ؤ، په دغه پېښه کې يو تن وژل شوی او بل ژوبل شوی ؤ.

د پاکستان ځايي رسنيو د بهرنيو چارو د دفتر لخوا جاري شوي بيان کې ويلي امریکايي اتاشي کرنل جوزف ته د سفارتي استثنی د لارې اجازه ورکړی شوې او هغه تېره شپه د اسلام اباد د نورخان هوايي ډګر څخه امريکا ته روان شوی دی.

پاکستان د کرنل جوزف نوم په تور فهرست يا بلېک لسټ کې هم اچولی ؤ.

اسلام اباد کې ياده پېښه د اپرېل په اوومه نېټه رامنځته شوې او کرنل جوزف د ټرېفک په يو سګنل په موټر سائيکل سواره دوه تنه وهلي وو.

پېښه کې عتيق نومې تن وژل شوی او هغه سره بل راحيل ژوبل شوی ؤ، پوليسو د جوزف ګاډی تاڼې ته بوتللی او هغه يې پرېښودی ؤ ځکه چې هغه سفارتي کارمند ؤ.

راپورونه وايي پاکستان امریکا ته ویلي ؤ چې د سفارتي کارمند ته ترلاسه سفارتي اسانتيا ختمه کړي خو امريکا د دغسې کولو څخه انکار کړی ؤ.

د اسلام اباد سترې محکمې هم ويلي چې د کرنل جوزف نوم دې په هغه فهرست (اېګزټ کنټرول لسټ) کې واچول شي په کوم نوملړ کې شامل کسان چې د ملک نه بهر بيا سفر نه شي کولی.

اسلام اباد کې له دې وړاندې هم دغه ډول بله پېښه رامنځته شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG