لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې یو ملا په ماشوم د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی

په وډیو کې لیدل کېدونکی تن وايي هغه د ماشوم سره اته وارې جنسي فعل کړی او وايي د دې ورسته ماشوم د جومات نه وتښتېدلو. "مونږ (زما پلار او ما) وروسته ماشوم وموندلو او بېرته مو راوستلو. جومات ته په لار مې هغه څو وارې په ملا ووهلو. هغه باکۍ شورو کړې او بیا یې ساه ورکړه."

د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې پولیس یو ملا په اته کلن ماشوم د جنسي تېري او قتل په الزام نیولی دی.

د کندهار د پولیس ترجمان جمال ناصر بارکزي د شورو، چهارشنبې، په ورځ مطبوعاتو سره یوه وډیو شریکه کړه. په وډیو کې د نیول شوي تن پېژندگلو د سید احمد په نامه د یو ملا شوي ده چې هغه پکې د خپل جرم اعتراف کوي.

په وډیو کې لیدل کېدونکی تن وايي هغه د ماشوم سره اته وارې جنسي فعل کړی او وايي د دې ورسته ماشوم د جومات نه وتښتېدلو. "مونږ (زما پلار او ما) وروسته ماشوم وموندلو او بېرته مو راوستلو. جومات ته په لار مې هغه څو وارې په ملا ووهلو. هغه باکۍ شورو کړې او بیا یې ساه ورکړه."

چارواکو ویلي سید احمد غوښتلي چې هغه ته دې معافي ورکړی شي او وايي چې هغه شیطان دوکه کړی و.

د کندهار په غازي غونډۍ کې په ماشوم د جنسي په تور د ملا د نیول کېدو خبر په داسې حال مخې ته راغلی چی په لوگر ولایت کې په ماشومانو د جنسي تېرو رابرسیره کېدو وروسته د انساني حقونو دوه کارکونکي نیول شوي او د افغانستان صدر اشرف غني استخباراتي ادارې، اېن ډي اېس، ته هدایت کړی چې په فوري توگه دې د مدني فعالانو په اړه اقدامات بند کړي.

د افغانستان ملي امنیت یوه وېډیو خپره کړې چې پکې د لوگر د مدني ټولنې مشر محمد موسی محمودي لیدل کېږي او وايي په ولایت کې یې د ښوونځیو (سکولونو) پر زده کوونکو باندې د جنسي تشدد په اړه پر خپلو مخکینیو څرگندونو پښیمانه دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې، شهرزاد اکبر، د دغې ویډیو په خپرېدو سخته اندېښنه ښودلې او پر ټوېټر یې لیکلي دي: "هغه شرایط چې دا تبصرې پکې ریکارډ شوي دي، د کوم وکیل او یا د بشري حقونو د کوم تنظیم په نشتون کې، او دا چې دغه ویډیو د "اعتراف" په بڼه خپره شوې ده، سخته د اندېښنې وړ خبره ده."

صدر غني په خپل یو بیان کې چې د هغه پر ټوېټرپاڼې هم خپور شوی، ویلي چې په لوگر کې د جنسي ځورونو په اړه رپوټونو ډېر اندېښمن کړی دی. هغه زیاته کړې چې دغسې قضیې باید د لویې څارنوالې (سرکاري وکالت) او د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له خوا وڅېړل شي.

د ولسمشر غني دا گام، د بشري حقونو د کارکنانو لخوا، چې د اېن ډي اېس د چلند په اړه اندېښمن و، ستایل شوی دی.

د سږکال د نوامبر میاشتې په ١٣مه نېټه، د برتانیې گارډین ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړ چې په هغه کې د لوگر ولایت د مدني ټولنې د مشر محمد موسی محمودي له قوله لیکل شوي چې په لوگر ولایت کې له ٥٠٠ زیات د سکولونو ماشومان، د جنسي تیري ښکار شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG