لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرعلي احتجاج پینځمه ورځ: روژه کې به تر پېشلمي ناست یو، هدفي وژنې دي بندې شي


د شمالي وزیرستان په میرعلي ښار کې نن په پینځمه ورځ د روژې د میاشتې په لومړۍ ورځ هم احتجاجي ناسته دوام لري چې د سیمې زرګونه خلک ځوانان او سپین ږیري پکې برخه لري او له حکومته غواړي چې هلته په وروستیو هدفي وژنو تورن خلک دي ونیسي او په سزا دې یې ورسوي.

یو احتجاج کوونکي اسرار داوړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې څلور ورځې یې له سهاره د شپې تر ناوخته احتجاج وکړ، خو له دې وروسته به د ماځیګر له شپږو بجو تر پېشلمي پورې احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي:

"زموږ مشرانو دا فیصله کړې ده چې په ټوله روژه میاشت کې به پرلت د شپې له خوا کېږي، تر څو چې زموږ مطالبې منل شوې نه وي او خلک مو مطمئن شوي نه وي".

د سیمې خلک وایي په تېره یوه میاشت کې په میرعلي او میرانشا کې په بېلابېلو سیمو کې ناڅرګندو وسلوالو د شپې په تیاره کې لږ تر لږه لس کسان په هدفي توګه وژلي دي. یو بل احتجاج کوونکی عادل داوړ وایي:

"د امن په نامه زموږ دوکانونه تباه شول په کروړونو روپۍ تاوان مو وشو، مشران مو مړه شول، پېغلې مو بې عزتې شوې، پردي وطن ته کډوالۍ ته مجبوره شو، ریاست پر موږ کاروبار وکړ پیسې یې راباندې وخوړې، د دوو درو میاشتو لپاره یې یو عرضي امن راته جوړ کړ، خو چې موږ راغلو په کورونو کې دننه مو د مشرانو او ځوانانو ټارګټ کلنګ [هدفي وژنې] پیل شوې".

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د میرعلي د احتجاجي ناستې ملاتړ کړی دی. د دې تحریک مشر منظور پښتین په خپلو وروستیو ویناوو کې دعوه کړې، چې وزیرستان ته یو ځل بیا د پلان په اساس وسلوال وروستل شوي او د سیمې امن ته خطر پېښوي.

محسن داوړ د میرعلي احتجاجي ناستې ته وینا کوي.
محسن داوړ د میرعلي احتجاجي ناستې ته وینا کوي.

په احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو محسن داوړ او عبدالله ننګیال په شمول لسګونو پلویانو هم برخه اخیستې، چې پر سرونو یې سره پښتینۍ خولۍ لیدل کېږي. عبدالله ننګیال وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې که حکومت په شمالي وزیرستان کې بشپړ امنیت نه وو راوستی، نو ولې یې بې کوره شوي خلک بیرته ورته را ستانه کړل:

"موږ نور له جنګ او مرګونو ستړي یو او نور د امن تږي یو. ضرب عضب اپرېشن یې وکړ، شل لکه خلک یې بې کوره کړل او بیا یې په دې راوستل چې امن دی، نو چې امن دی پکار دی برقرار یې وساتي او نور د خلکو تنګول، ځورول، د شپې وژل بند شي".

دا احتجاجي ناسته "د وزیرستان ځوانان" ټولنې له خوا پیل شوې، چې د میرعلي بازار په مرکزي چوک کې روانه ده. دا احتجاج په شمالي وزیرستان کې تر وروستي هدفي برید وروسته پیل شو، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د پخواني ایم این اې دیندارخان زوی موسٰی کلیم پکې و وژل شو.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دي په شمالي وزیرستان کې د وروستیو هدفي بریدونو مخه ونیسي او دوی ته دې په لیکلې بڼه دا باور او ضمانت ورکړي چې نور به هلته بېګناه خلک په هدفي توګه نه وژل کېږي.

په تېرو دوو ورځو کې د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ ایاز خان او یوې حکومتي جرګې له دغو احتجاج کوونکو سره خبرې هم کړې، خو تر اوسه یې احتجاج کوونکو ته دا ډاډ نه دی ورکړی چې هغوی احتجاج پای ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG