لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت: د پاکستان قبایلي سیمې د هېواد تر ټولو وروسته پاته سیمې دي


د پاکستان د سېنټ قایمه کمېټۍ د هېواد د کمو پرمختللو یا وروسته پاتو سیمو په اړه یوه غونډه کړې، چې پکې د مرکزي حکومت چارواکو ویلي، قبایلي سیمې د دې هېواد تر ټولو وروسته پاتې دي.

په غونډه کې په ځانګړې توګه د قبایلي سیمې ولس ته پر ور پېښو ستونځو بحث شوی او دا وړاندیز شوی چې د دغو ستونځو د حل لپاره باید یوه تګلاره جوړه شي او په حکومت ومنل شي. په غونډه کې ویل شوي چې په قبایلي سیمو کې خلک د څښلو پاکې اوبه نه لري، بجلي نه لري او موبایل ټیلیفونونه یې په بشپړه توګه بند دي.

په غونډه کې ویل شوي چې د پاکستان نورې سیمې ۷۰ فیصده کمې پرمختللې دي، خو فاټا یا قبایلي سیمې د نور هېواد په نسبت ۱۰۰ فیصده کمې پرمختللې دي.

په غونډه کې د تحریک انصاف ګوند یوه غړي سنېټر فدا محمد خان ویلي، په پاکستان کې قصداً ځینې سیمې له پرمختیا محرومې ساتل شوې دي، ځکه چې وایي که داسې نه وای نو بلوچستان او ملاکنډ به پر سترو معدني وسایلو لرلو برسېره وروسته پاتې نه وای.

فدا محمد خان ویلي چې په پنجاب کې یواځې څلور ضلعې وروسته پاتې دي او نورې یې زیاتې پرمختللې او په سلګونو فیکټرۍ پکې فعالې دي.

په ضرب عضب عملیاتو کې د شمالي وزیرستان د میرانشا نړېدلی بازار.
په ضرب عضب عملیاتو کې د شمالي وزیرستان د میرانشا نړېدلی بازار.

د پاکستان د وروسته پاتو سیمو لپاره د سېنټ د کمېټۍ مشر سنېټر عثمان خان کاکړ په غونډه کې ویلي، چې د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره پکار دی لومړی هلته امنیت ټینګ شي او بیا د دوی اقتصادي بودیجه زیاته شي.

د پاکستان د سرحدونو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوڅ د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، حکومت د فاټا اصلاحاتو په لړ کې په قامي مالياتي فنډ (اېن اېف سي) کې د فاټا د پرمختيا دپاره ۱۰۰ اربه روپۍ ایښې دي.

سنېټر عثمان کاکړ له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د قبایلي سیمو پرمختیا ته باید د پاکستان تر بل هر ځای لومړیتوب ورکړل شي، ځکه چې وایي دا سیمه ترهګرۍ ځپلې ده:

"د فاټا بې کوره خلک باید خپلو کورونو ته ور ستانه کړل شي، په میرانشا او میرعلي کې تر ۷۰۰۰ زیات دوکانونه وران شوي دي چې په کروړونو روپۍ یې تاوان شوې دي، حکومت باید دوی ته دوکانونه ور جوړ کړي او تاوان ورکړي".

په تېرو دوولسو کلونو کې په قبایلي سیمو کې سلګونه سکولونه د ترهګرۍ په پېښو کې تباه شوي او د تېر کال د یوې سروې له مخې فاټا په تعلیم کې هم د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې سیمه ګڼل شوې وه. سنېټر عثمان کاکړ وایي د فاټا د پرمختیا لپاره پکار دی چې دغه وران شوي ښوونځي هم جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG