لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

میا افتخار:پښتونخوا کې ترهګر بیا منظم کیږي


دپښتون ملت پاله ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین ویلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې ترهګر بیا د سره منظم کیږي اؤ په دې وروستیو کې انتخاباتو کې د برخې اخستو له لارې ترهګرو په پارلیمان دقبضې کولو هڅې پیل کړي دي.

میا افتخار وایي د ترهګرۍ په ضد دشلو نکتو په ملي تګلاره تر اوسه عمل نه دی شوی اؤ مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو ولس د ترهګرو مخې ته بې اسرې پریښی دی.

هغه دغه خبرې تیره ورځ نوښار کې د ایف سي عسکرو په ګاډي شوي ځانمرګي برید کې د ژوبلو شوؤ کسانو دپوښتنې پرمهال کړي دي.

میا افتخار حسین تور ولګولو چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دترهګرو دوست اؤ خواخوږی دی اؤ کله یې هم هڅه نه ده کړې چې د ترهګرو پر وړاندې ودریږي.

هغه وویل "مونږ ټولو ته به د ترهګرو په ضد یو موټی کیدل اؤ پر هغوئ کې دښو اؤ بدو دتمیز نه تیریدل وي ګنې که په ترهګرو کې چاته ښه اؤ چاته بد ویل کیدل نو حالات به د قابو څخه اوځي"

خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د پیل شوې لړۍ په هکله د څرګندونو پر مهال که دعوامي نیشنل ګوند دغه مشر په مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو هر څو ډاګیزې نیوکې وکړې خو دپوځ یا امنیتي ادارو په کردار یې هیڅ نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په زرګونو ځوانان د تیرو شپږو ورځو راهسې په میرعلي کې په احتجاج بوخت دي اؤ تور لګوي چې دهغوئ سیمو ته د یو سازش په اساس بیرته ترهګر ور وستل شوي اؤ هدفي وژنې پرې کوي.

ددغه احتجاج په مهال قبائیل ځوانان پوښتنې راپورته کوي چې هرکله پوځ دسیمې څخه وسلې ټولې کړي اؤ د امن د ټېنګښت دعوې کوي نو بیا په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې څوک کوي؟

په سوشل میډیا خو ګڼ شمیر فعالینو په ښکاره ټکو کې تور لګولی چې وزیرستان ته ترهګر یو ځل بیا پوځ ور وستي اؤ هم د نوښار د تیرې ورځې ترهګریز برید ته دشک په نظر کتل کیږي خو دپاکستان پوځ دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې خپل په زرګونو عسکر اؤ افسران بائللي اؤ په ډیره ګرانه یې هیواد کې امن ټینګ کړی چې هیڅکله ددې د تالا ترغۍ کولو اجازه نه شي ورکولی

XS
SM
MD
LG