لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزیر ولسمشر غني ته د فراه ولایت د دفاع لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ څرګند کړ


د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پمپیو او افغان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکې او افغانستان پر ټینګه ملګرتیا خبرې کړې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له وسلوالو سره د امن او پخلاینې پر بهیر یې هم بحث کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نوارټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي پمپیو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنوبي اېشیا د تګلارې په بنیاد یو ځل بیا په افغانستان کې پر دوامداره پانګونه (سرمایه کارۍ) ټینګار کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر د یو سوکاله او پرامنه افغانستان په جوړولو کې د ولسمشر غني عزم وستایه او د افغان حکومت هڅې یې یادې کړې چې ګواکې پخپلو ادارو کې یې اصلاحات کړي، چې راتلونکې عامې ټاکنې به رڼې، د باور وړ او پر ټاکلي وخت تر سره کړي.

مایک پمپیو د زیارت- پنجشنبې په ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړې او د فراه ولایت د دفاع او ساتنې لپاره یې د افغان ملي پوځ ملاتړ کړی دی.

ښاغلي پمپیو او ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې، چې وسلوالو طالبانو د تېر نهې-سه شنبې له ورځې د فراه ولایت پر مرکز دوه ځله بریدونه وکړل او فراه ښار یې د څه وخت لپاره ونیو، خو افغان ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو په بدل کې د ولایت مرکز بیرته پخپل واک کې اخیستی دی.

د فراه ولایت د پولیسو مشر فضل احمد شېرزاد پر فراه ولایت د طالبانو تر برید وروسته تور پورې کړی وو، چې ایران په دې ولایت کې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

د امریکې دفاع وزارت هم په دې تړاو د زیارت- پنجشنبې په ورځ ویلي، په فراه ولایت کې له وسلوالو سره د ایران د مرستو امکان نه شي ردولای.

د پېنټاګان وياندې ډانا وايټ رسنیو ته ویلي ايران چې په سیمه او منځني ختیځ کې څومره لاسوهنه کوي نو دا هم کېدای شي چې د فراه ولایت په وروستیو بریدونو کې یې د وسلوالو طالبانو ملاتړ کړی وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG