لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په بونیر کې د لرغونو آثارو د غیرقانوني کیندنو هڅه ناکامه شوې


د پښتونخوا په بونیر ضلعه کې پولیسو هغه څلور تنه نیولي چې په دې سیمه کې یې د لرغونو آثارو د کیندلو او لوټلو هڅه کوله، خو په دغو غیرقانوني کیندنو کې لاس لرونکی تن- چې ځان یې په جعلي توګه د آثار قدیمه د ادارې افسر ور پېژندلی- تښتېدلی دی.

دا پېښه د بونیر په چینګلۍ سیمه کې شوې چې لرغوني آثار پکې موجود دي. د چینګلۍ پولیسو د نیول شویو کسانو په ضد د تعزیراتِ پاکستان او د لرغونو آثارو د قانوني مادې په بنیاد مقدمه درج کړې ده، خو وایي په تښتېدلي افسر پسې یې پلټنه روانه ده. د پولیس تاڼې محرر قمرزمان په دې اړه وایي:

"پر دوی باندې د ۴۷۱، ۴۶۸، ۴۶۵، ۴۱۹ او ۴۱۷ دفعو په بنیاد د دوکې او ټګۍ مقدمه درج شوې او د آثارِ قدیمه د تحفظ قانون د مادې په بنیاد هم مقدمه ورباندې درج شوې ده".

د بونیر پولیس وایي له دغو نیول شویو کسانو یې د کیندنو آلات او نور شیان هم تر لاسه کړي او دوی په لومړیو پلټنو کې دا منلې ده چې له دغو کیندنو وروسته په دوو نورو ځایونو کې هم د لرغونو آثارو د کیندنو پلان جوړ کړی وو.

د پښتونخوا د لرغونو آثارو د ادارې مشر ډاکټر عبدالصمد وي.او.اې ډیوه ته وویل، د صوبې په بېلابېلو سیمو کې خلک په بېلابېلو جعلي طریقو د لرغونو آثارو کیندنې کوي، خو وایي دا یوه نوې طریقه وه چې دغو کسانو پولیسو ته ځانونه د دوی د ادارې کسان ور پېژندلي وو:

"بونیر پولیسو له موږ سره رابطه وکړه چې وایي موږ ته داسې یو درخواست راغلی، موږ د حفاظت لپاره پولیس هم ورکړل او دوې درې ورځې یې هلته کیندنې هم وکړې، تاسو د دې تصدیق وکړئ، موږ چې هغه درخواست او اسناد وکتل نو هغه ټول جعلي وو، نو بیا مو پولیسو ته وویل دغه کسان ونیسئ".

ډاکټر عبدالصمد وایي د لرغونو آثارو د قانوني مادې له مخې چې کوم ځایونه خوندي ګرځول شوي هلته د غیرقانوني کیندنو سزا لس کاله قید او څلوېښت لکه روپۍ جرمانه ده او کوم ځایونه چې خوندي نه دي ګرځول شوي هلته د غیرقانوني کیندنو سزا پینځه کاله قید او لس لکه روپۍ جرمانه ده:

"پولیسو خو خپل کار وکړ دغه کسان یې ونیول، اوس پکار دی چې عدالت له قانون سره سم هغوی ته سزا ورکړي".

په پاکستان کې د لرغونو آثارو پوهان وایي، په هغو سیمو کې- چې لرغوني آثار پکې موجود وي- عام خلک د هغوی له ارزښت او د خوندي ساتلو له قانونه ناخبره وي، ځکه خو د لرغونو آثارو د غلا او لوټلو لپاره خلک په جعلي توګه هلته غیرقانوني کیندنې کوي.

د پښتونخوا د سوات او ځینو نورو سیمو په شمول بونیر هم هغه سیمه ده، چې په چینګلۍ، مخرڼۍ، راني ګټ او نورو سیمو کې یې د بودها د زمانې لرغونې آثار موجود دي خو د خوندي ساتلو لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته شوي او وخت په وخت زیانمن شوي او یا هم لوټل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG