لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد:دکرکټ لوبغالي کې چاودنې،اته کسان وژل شوي،۴۵ژوبل


د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني مطبوعاتو ته ویلي دغه چاودنې د شنبې په شپه خواوشا یوولس نیمې بجې د جلال اباد د بهسودو پل سره نزدې د کرکټ په یو میدان کې شوي.

دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې د کرکټ په یو لوبغالي کې د پرله پسې درېوؤ بمي چاودنو له امله اته کسان وژل شوي اؤ ۴۵ نور ژوبل شوي چې په هغوئ کې هم د ځېنو حالت مرګونی ښودل کیږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني مطبوعاتو ته ویلي دغه چاودنې د شنبې په شپه خواوشا یوولس نیمې بجې د جلال اباد د بهسودو پل سره نزدې د کرکټ په یو میدان کې شوي.

د والي ویاند ویلي د چاودنو په مهال په لوبغالي کې د رمضان کپ په نوم د کرکټ سیالۍ روانې وې اؤ په دغه بوبغالي کې ګڼ شمیر د کرکټ سیمه ییز لوبغاړي اؤ عام خلک راټول شوي وؤ.

ښاغلي خوګیاني ویلي ترهګرو چاودیدونکي مواد د وړاندې څخه د کرکټ لوبغالي کې ځائ پخائ کړي کړي وؤ.

نوموړي پخلی کړی چې په دغو چاودنو کې د کرکټ د روانو سیالیو راجوړونکی هدایت الله زهیر هم وژل شوی.

د والي ویاند ویلي په پېښه کې ژوبل شوي کسان د درملنې دپاره روغتون ته رسول شوي چې په هغوئ کې هم د څو کسانو حالت مرګونی ښودل کیږي ځکه نو د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.

د افغانستان خبرې شبکې پژواک ویلي د کرکټ دغه سیالیو ته د افغانستان دکرکت ملي لوبډلې لوبغاړی کریم صادق هم ورغلی ؤ خو هغه له دغو چاودنو روغ وتلی.

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنو مسولیت پغاړه نه دی اخستی .

افغانستان ولسمشر اشرف غني ددې چاودنو په کلکو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي تروریستان غواړي په داسې بریدونو سره د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي.

پخپل یو بیان کې ښاغلي اشرف غني ویلي “تروریستان د غیراسلامي او انساني لیدلوري له مخې پر تاسیساتو، زیربناؤ، د ښوونځیو په ګډون پر دیني او ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو بریدونه کوي او په دې توګه غواړي د پرمختګ او ترقۍ په لور د خلکو او حکومت اراده کمزورې کړي”

ولسمشر غني یو ځل بیا د غیر مشروع او انسان ضد لارو اهدافو ته د تروریستي ډلو رسیدل ناحقه او ناکام ګڼلي اؤ ویلي یې دي چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه په هر ځای کې د تروریستانو ځالې په نخښه کوي.

په دې وروستیو کې چې طالبانو په افغانستان کې د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې دامنیت وضعه په چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانه شوې خو تیره ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني د وسله والو ځواکونو د سرقوماندانۍ په غونډه کې دامنیتي ځواکونو مشرانو ته امر کړی وؤ چې د هیواد د دښمنانو په ضد باید رغنده ګامونه واخلي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG