لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې به څو ورځې موسم سخت تود وي


د موسمياتو محکمې ويلي د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې به راتلونکو څلورو، پينځه ؤ ورځو کې د تودوخې (ګرمۍ) درجې تر ۴۳ سنټي ګرېډه پورې لوړيږي.

طبي پوهان وايي په روژه کې بايد ډېر په غرمو د ګرځېدو څخه ډډه وشي او ديني پوهان وايي که د ګرمۍ د لاسه د چا حالت دې ته رسي چې مرګ ترې واقع کیږي شريعت وايي دغه تن دې روژه ماته کړي چې ژوند د لاسه ور نه کړي.

د تودوخې تازه حال

د کراچۍ د موسمياتو د محکمې مشر شاهد عباس وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "نن د اتوار، سبا د ګل او بله ورځ د نهې په ورځ به د تودوخې کچه ۴۳ سنټي ګرېډه وي او د دې علت دا دی چې سمندري هواګانې بندې شوي او هواګانې شمال لويدځ ته شوي دي".

هغه وويل د تودوخې کچه سېوا ده خو په دې کې دا يو کار ښه دی چې دا تودوخه وچه ده، نمي پکې کمه ده، کله چې په هوا کې نمي سېوا وي ګرمې ډېره سېوا محسوسيږي او کله چې نمي کمه وي ګرمي وي خو ډېره نه محسوسيږي.

دغه ډول نوموړي وويل چې نمي کمه وي شپه زر سړيږي او چې نمي زياته وي بيا د شپې ګرمې هم په قلاره سيړيږي.

ښاغلي عباس وويل، د تودوخې دغه تازه لړۍ به د سندهـ صوبې په برنو برخو او جنوبي پنجاب کې څو ورځې روانه وي.

هغه زیاته کړه امکان دی چې درې يا څلور ورځې وروستو سمندري هواګانې پېل شي او موسم څه ښه شي.

په ګرمۍ کې د روژې نيولو شرعي حکم

په کراچۍ کې د غټې دينې مدرسې جامعته العلوم الاسلاميه مولوي محمد داؤد وايي "که د روژې په مهال د چا دومره ګرمي وشي چې د ژوند خطره ورته ورپېښه شي نو په دغه صورت کې روژه ماتول واجب کيږي دغه روژه بيا قضا نيول کېدی شي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که څوک په داسې حال کې روژه نه ماتوي چې ژوند ته يې خطره ورپېښه وي نو که په دغې حال کې مړ شو ګناهګار به مړ وي.

هغه وويل پکار ده که څوک د دغه ډول حالاتو سره مخ کيږي روژه دې ماتوي بيا دې وروستو ونيسي.

په ګرمۍ کې دې په غرمو د زياتو ګرځېدو ډډه وشي

ډاکټران وايي په کراچۍ يا د سندهـ صوبې په نورو برخو کې چې دا وخت کومه ګرمي ده بايد خلک په زياتو غرمو د ګرځېدو ډډه وکړي په سيوريو پاتې شي.

د کراچۍ د غټ دولتي روغتون جناح هسپتال مشرې ډاکټرې سيمې جمالي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "په داسې ګرمۍ کې بايد د ډېرو ګرځېدو او بې ضرورته ګرځېدو څخه ډډه وشي، په سيوري پاتې شي، نرۍ جامې واغوندي او د روژه ماتي نه تر پشمني پورې زياتې اوبه وڅښي چې په وجود کې د اوبو کمی پوره کيږي".

سيمې جمالي وويل ناروغان او حامله ښځې بايد د ډاکټرانو په لارښوونه عمل وکړي.

په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د تودوخې کچه ډېره لوړه شوې د ښار په بېلابيلو برخو کې عام خلک د بجلۍ د نشتوالي شکايت کوي چې د څو څو ساعتو پورې ورته بجلي نه وي.

خو د بجلۍ محکمه وايي د زيات طلب له امله تکنيکي ستونزې رامنځته کيږي او د ښار د بجلۍ محکمه (کی – الېکټرک) هڅه کوي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

په کراچۍ کې په کال ۲۰۱۵م کې د روژې په مهال د سختې ګرمۍ له امله د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG