لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د ۴۶۰ملينه ډالرو په لګښت د پېښور نه تر تورخم نوی سړک جوړوي


نړیوال بېنک پرېکړه کړې چې په سيمه کې د امنيت د ښه کېدو وروستو د پېښور نه تر د افغانستان د پولې پورې د ۴۶۰ ملينه ډالرو په لګښت نوی سړک جوړوي.

ويل شوي د دغه سړک جوړېدو سره به ترهګرۍ ځپلې قبايلي سيمه (فاټا) کې خلکو ته د روزګار زمینه هم برابره شي.

د نړيوال بېنک ترمخه د بېنک د ډايريکټرانو ډله بله راتلونکې میاشت د پېښور ـ تورخم اېکسپرېس وی دپاره د ۴۶۰ ملينه ډالرو د قرضې منظوري ورکړي.

ويل شوي په دغه پروسه به ټول لګښت ۴۸۳ملينه ډالره خرڅ راځي او پاتې به د پاکستان حکومت ورکوي.

د پاکستان د ټريبيون ورځپاڼې ترمخه په ياد رقم کې به ۷۲ملينه ډالره په سيمه کې د باغبانۍ او ماربلو په برخه کې خرڅ کولی شي.

ياد سړک به د پېښور نه تر تورخم پورې څلور لاينونه وي او زوړ دوه لاينونه سړک د ودانو له کبله نوی کېدی نه شي.

تازه ګام په داسې حال کې پورته کولی شي چې په سيمه کې په تېرو درېو کلونو کې د امنیت وضع ښه شوې او په ملک کې د توانايئ ختمولو دپاره اقدامات کولی شي.

يو اړخ ته چې د پېښور نه تر تورخم پورې په دې موخه دغه لار غټولی او ښه کولی شي چې د دواړو هېوادونو تجارت به ورسره ښه شي خو په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان د تاؤژنو اړيکو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګري راکمه شوې ده.

په وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړ پوړې کچه تګ راتګ پېل شوی او ويل کيږي چې د دواړو هېوادونو اړيکې به ورسره ښې شي وخت په وخت د دواړو ملکونو سوداګرو ويلي بايد سياست د اقتصاد څخه جلا کړی شي.

نړيوال بېنک هم ويلي چې د پولې دواړو غاړو ته د سوداګرۍ کم پېداوار د پاکستان د شمالي برخو اقتصاد اغېزمن کړی دی.

سوداګر هم وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاؤژنو اړيکو تر ټولو زيات د پېښور په اقتصاد بدې اغېزې کړي دي.

د پېښور رينګ روډ نه پېلېدونکی ۵۰ کلوميټره اوږد سړک چې تورخم ته به رسي دا د پېښور – کابل اېکپرېس وی ۲۸۱ کلوميټره سړک برخه ده کوم ته چې د منځنۍ اسيا د لارې دروازه ويلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG