لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د سوات موټروی پرانسته وکړه


د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک د اسلام اباد او پېښور ترمنځنګ په کرنل شېر انټرچېنج باندې د سوات موټروی په ۸۰ کلوميټره غټه لاره کې د ۵۰کلوميټرو پرانسته وکړه.

د سوات موټروی چې ټوله ۸۱کلوميټره لاره ده نن د ګل، دوشنبې په ورځ په دغه موټروی د ۵۰ کلوميټره لارې پرانسته وزيراعلی وکړه او دغه لار د کرنل شېر انټرچېنج نه تر د کاټلنګ پورې برابريږي خو په دې مينځ کې يواځې د انټرچېنج نه د صوابۍ د دوبيانو علاقې پورې کار بشپړ شوی او په نور موټروی به د راتلونکې مياشتې جون د ۲۵ پورې کار سرته ورسي.

دغه خبره د موټروی د پرانستې دستورې په مهال د يادې پروسې مشر لفټننټ جنرل محمد افضل وکړه.

هغه زياته کړه د دې لويې لارې دوېمه برخه به د روان کال دسمبر پورې سرته ورسي.

دستورې ته په وېنا کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی ادعا وکړه چې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي دا د صوبايي حکومت کومه غټه پرژه ده چې د صوبې په تاريخ کې له دې وړاندې حکومتونو دومره غټه پروژه نه ده پېل کړې.

هغه وويل د دې موټروی سره به نه يواځې د ملاکنډ ايجنسۍ خلکو ته په سفر کې وخت راکم شي بلکې د معاش او روزګار لارې به ورته پرانيزي.

نوموړي خټک په دې خبره ټينګار وکړو چې مخالفين يې په دوي دا تورونه لګوي چې دوي په خپل حکومت کې څه کار نه دی کړی خو د ټولو نه غټه پروژه موټروی او د پېښور ښار دننه د تېز سړک (بي ار ټي) باندې کار روان دی.

د سوات موټروی په اړوند د روان کال مارچ په میاشت کې د دغه پروژې ډايريکټر برکت الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي ؤ، دا پروژه چې د ۳۴ اربه روپو نه زيات لګښت پرې راځي، د انټرچېنج نه تر کاټلنګ پورې لاره به د مارچ په اخره کې پرانستی شي.

هغه ويلي ؤ په دغه پروژه راتلونکي لګښت کې ۱۱.۵ اربه روپۍ به د خېبرپښتونخوا صوبه او نورې پېسې به د فرنټير ورکس ارګنائزېشن کمپنۍ يا اداره ورکوي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د پېښور بي ار ټي لارې دپاره اول د اپرېل د میاشتې ۳۰م نېټه ټاکلې چې بشپړ کيږي به او بيا يې د مې ۲۰ ورکړې وه چې د دغه لارې پرانستې به وکړي خو په دغه لاره باندې اوس هم ډېر کار پاتې دی.

لفټننټ جنرل محمد افضل بيا د سوات موټروی په اړه وويل د دغه لارې سره به په علاقه کې د پرمختګ نورې لارې خلاصې شي او د سيمې سېلګري به ورسره وده وکړي.

هغه زیاته کړه چې د موټر وی په غاړه پراته ۴۵ کلي به هم د دې لارې نه ګټې پورته کړي او د ملاکنډ ايجنسۍ د خلکو دپاره به د دوي سفر د درېو ساعتونو په ځای ۴۵دقيقې يا منټو ته راکم شي.

د سوات موټروی د جوړېدو پرانسته په ۲۵ اګست ۲۰۱۶م ښاغلي پروېزخټک کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG