لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د ګرمۍ نه د ۶۰ څخه زيات کسان وژل شوي، ايدهي


په کراچۍ کې د ايدهي فاؤنډېشن په نوم خېرښېګړې خېراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن ويلي په ښار کې د تودوخې، ګرمۍ د تازه لړۍ نه تراوسه پورې د ۶۰ نه زيات کسان وژل شوي دي.

د ايدهي ادارې مشر فېصل ايدهي ویلي د ښار په سهراب ګوټ او کورنګۍ سيمو کې د ادارې مرده خانې ته د ۶۵ پورې داسې مړي، جسدونه راوړل شوي دي چې خپلوان يي وايي د تودوخې نه مړه شوي دي.

ايدهي ویلي د ښار په لانډهي، کورنګۍ او ځينو برخو کې تودوخې زیات خلک وهلي دي.

ايدهي ويلي مرده خانو ته د ورځې په حساب زيات جسدونه راوړل کيږي، او په تازه جسدونو کې د زیاتو مړه شوؤ کسانو عمرونه د ۶۰ کالو نه د سېوا عمر د خلکو دي.

خو د سندهـ صوبې د صحت د محکمې سيکرټري فضل الله پېچوهو ويلي د تودوخې يا ګرمۍ د لاسه ورته د روغتونونو نه کوم داسې رپوټ نه دی ترلاسه شوی چې خلک د ګرمۍ نه مړه شوي دي.

نوموړي ویلي په روغتونونو کې د تودوخې د ناروغانو دپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړی شوي خو دغو وارډونو ته کوم ناروغان نه دي راوړل شوي.

د ايدهي وياند وي او ای ډیوه سره د تازه شمېرو په اړوند وويل دوي د ښار د بېلابيلو برخو څخه نوي مالومات رايوځای کوي سري دست کومې شمېرې نه شي شريکولی.

د موسمياتو محکمې په کراچۍ کې د تودوخې خبرداری ورکړی چې په ښار کې به د زيارت د ورځې پورې د تودوخې درجه تر د ۴۳ درجو پورې لوړيږي.

د موسمیاتو محکمې ويلي د هوا مخ شمال لويديځ پله شوی او سمندري هواګانې ودرېدلي ځکه تودوخه سېوا شوې ده.

په کراچۍ کې د اتوار، يکشنبې د ورځې نه د تودوخې درجې لوړې شوي او د موسمياتو د محکمې چارواکي وايي د زيارت، پنجشنبې پورې به دا لړۍ دوام لري.

ډاکټران وايي په سخته ګرمۍ کې بايد خلک د غرمو څخه په ډډه او سيوريو باندې پاتې شي. دغه ډول ډاکټران دا هم وايي چې په روژه کې په وجود کې د اوبو کمی وي خو که څوک د ګرمۍ نه بدحاله کيږي بايد اوبه وڅښي.

په کراچۍ کې د غټې دينې مدرسې جامعته العلوم الاسلاميه مولوي محمد داؤد وايي "که د روژې په مهال د چا دومره ګرمي وشي چې د ژوند خطره ورته ورپېښه شي نو په دغه صورت کې روژه ماتول واجب کيږي دغه روژه بيا قضا نيول کېدی شي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، که څوک په داسې حال کې روژه نه ماتوي چې ژوند ته يې خطره ورپېښه وي نو که په دغې حال کې مړ شو ګناهګار به مړ وي.

هغه وويل پکار ده که څوک د دغه ډول حالاتو سره مخ کيږي روژه دې ماتوي بيا دې وروستو ونيسي.

په کراچۍ کې په کال ۲۰۱۵م کې د روژې په مهال د سختې ګرمۍ له امله د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG