لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا په افغانستان کې نوی پوځي مشر ټاکي


Scott Miller

پېنټاګون په افغانستان کې د امريکايي پوځ د مشرۍ دپاره لفټننټ جنرال اسټن سکاټ ميلر ټاکي څوک چې به د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې نهم امريکايي جنرال وي چې دغه مشري کوي.

وال سټريټ جنرال ورځپاڼې د امريکايي پوځي چارواکو له قوله ويلي، ميلر به په افغانستان کې د موجود امریکايي جنرال جان نيکلس ځای ونيسي څوک چې د کال ۲۰۱۶م د مارچ د میاشتې راهسې په دغه هېواد کې دی.

ميلر به په افغانستان کې د صدر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ لومړی قوماندان وټاکل شي.

درې ستوري جنرال درې کاله د پوځ د ګډو ځانګړو ځواکونو مشري کړې ده، چې پکې د نيوي سيلز شپږم ټيم او د پوځ ډيلټا ځواک شامل دي کو چې مهم فعاليتونه ترسره کوي.

له دې وړاندې هغه په کال ۱۹۹۳م کې د موغادېشو کې د ځواکونو مشر پاتې شوی او د هلته په عملياتو هغه د برونزې جايزه هم ګټلې وه، په دغه جګړه د بلېک هاک ډاؤن په نوم کتاب ليکل شوی او فلم جوړ شوی ؤ.

نوموړی له دې وړاندې په بوسنيا، صوماليه، افغانستان او عراق کې هم جنګېدلی دی.

ميلر به په داسې وخت کې په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشري سمبال کړي چې صدر ټرمپ د تېر کال اګست په میاشت کې د افغانستان دپار نوې تګلاره اعلان کړې او نوي څلور زره امريکايي سرتيري د طالبانو پرضد جګړې دپاره افغانستان ته لېږل شوي دي.

خو د ګل، دوشنبې په ورځ د پېنټاګون د بهرنيو عملياتو په اړوند يو راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې وروستو هم خطرناک او د ناامنۍ سره مخ دی او د طالبانو پرضد لږ پرمختګ هم شوی دی.

امريکايي چارواکي وايي دوي په افغانستان کې د جګړې د لارې په طالبانو فشار اچوي چې د افغان دولت سره يې خبرو ته کښېنوي.

او د مارچ په مياشت کې د دفاع وزیر جېم مېټس ویلي ؤ هغه ځينې داسې اشارې ليدلي دي چې د طالبانو ځینې کسان غواړي چې د جګړې د ختمېدو خبرو ته کښېني.

XS
SM
MD
LG