لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:دجنرال په ضد مې دغدارۍ مقدمه کوله،اقتدار نه کوز کړل شوم


دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ویلي دهغه داقتدار نه د کوزؤلو تر ټولو لویه وجه ده چې غوښتل یې په پخواني پوځي صدر پرویز مشرف د غدارۍ مقدمه وچلوي.

د شورو په ورځ احتساب محکمه کې دلندن د فلیټونو په هکله روانه مقدمه کې دخپل بیاو ورکولو په وخت پخواني وزیراعظم د نور کله په پرتله داځل دپوځ اؤ ججانو په اړوند ډیرې واضحه اشارې کړې اؤ ویلي یې دي کله چې یې دمشرف په ضد مقدمه چلول پیل کړه نو ورته د یوې خفیه ادارې د افسر لخوا پیغام ورکړل شو چې استعفا وکړه یا په اوږده رخصتۍ د هیواد نه اوځه.
هغه وویل “ماپه ټیټ سر له نوکرۍ کولو انکار کړی، د اصف زرداري په خوله هم راته سوال جواب شوی ؤ چې د پرویز مشرف دوئمې مارشل لاء ته باید غاړه کښیږدم نو ما ترې انکار کړي‌ؤ “

هغه وویل “د پرویز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې کولو سره راته د لارې خنډان اؤ مشکلات پیدا کړل شوي وؤ، په کال ۲۰۱۴م کې زما د حکومت په ضد پرلتونه راجوړ کړی شول چې ددې پرلتونو مقصد پر ما فشار راوړل وؤ ، تر دې حده وویل شول چې د امپائر ګوته پورته کیږي ، ایا څوک ؤ هغه امپائر؟”

دښاغلي نواز شریف اشاره د هغه د مخالف ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان هغه بیان پلو وه چې په کال ۲۰۱۴ م کې یې پرله پسې اعلانونه کول چې د”امپائر“ګوته به پورته کیږي

په لفظ امپائر څیړونکو هغه مهال سختې نیوکې کړې وې چې عمران خان پوځ ته سترګې نیولي اؤ غواړي چې یو جمهوري حکومت په پوځ ختم کړي خو عمران خان د زیاتو نیوکو نه وروسته ویلي وؤ چې دامپائر نه دهغه اشاره د الله لوري ته وه.

هغه په دغه موقعه د محکمې په پریکړو هم نیوکې وکړې اؤ وئ ویل” ټولې وسلې یوازې د سیاستمدار دپاره جوړې شوي دي، کله چې د پوځي امرانو خبره راځي‌ نو د فولادو څخه هم موم جوړ شي ، د انصاف په منصب ناست جج خو پرویز مشرف دیو ساعت دپاره هم زندان ته ونه لیږل شو”

دهغه په وینا “کاش چې تاسو یو سنئیر جج هم راغوښتی اؤ پوښتنه مو ترې کولی شوه چې هغوئ ولې د هرې مارشل لا هرکلی کوي، کاش چې تاسو یو ژوندی جرنیل هم راغوښتی اؤ پوښتنه مو ترې کولی شوه چې ائین سره یې لوبې ولې کړي دي”

هغه وویل ذات یې د څو معاملو مخې ته خنډ جوړیدو، په ټیټ سر یې نوکري نه کوله اؤ دخپل کور دخبر اخستو اؤ حالاتو ښه کولو لاره چاره یې خپله کړې وه ځکه نو د د وزیراعظمۍ نه وویستل شو، دپارټۍ دمشرولۍ نه ختم کړل شو اؤ د ټول عمر دپاره نا اهله کړل شو چې تر څو بیا واک ته ونه رسیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG