دبشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رائټس واچ ډاک وایي سعودي عرب کې د ښځو په ضد ګامونه دوامداره دي اؤ د ښځو حقونو دپاره کارکوونکې څلور نورې میرمنې نیول شوي دي.
په سعودي کې د ښځو د نیول کیدلو دا پېښې په داسې مهال مخې ته راغلي چې ددغه هیواد دننه د ښځو په ډرائیونګ بندیز ختمیدو ته یواې څو اوونۍ وخت پاتې دی.
تیره اوونۍ د بشري حقونو سازمان ویلي وؤ چې د سعودي پولیسو اووه داسې میرمنې نیولي چې سعودي کې یې ښځو ته د ډرائیونګ دحق اؤ د محرم دنظام ختمولو دپاره کمپائن چلولو خو د بشري حقونو دڅار نړیواله اداره ایمنسټي انټرنیشنل وایي چې په نیول شوؤ کې دوه سړي هم شامل دي.
په سعودي عربستان کې له اوږدې مودې د ښځو په اړه ډېر سخت بندیزونه دي، چې په نړیواله توګه د بشري حقونو د سازمانونو له خوا وخت په وخت ورباندې نیوکې شوې دي.
په سعودي کې په دفترونو کې د کار کولو تر څنګ تر اوسه ښځو ته په ازاده توګه د ګرځېدو اجازت نه شته.
خو د سعودي د اوسني باچا سلمان بن عبدالعزیر تر راتګ وروسته د ښځو د حقوقو په برخه کې اصلاحات پیل شوي دي.
محمد بن سلمان چې د باچا راتلونکی ځائ ناستی به وي، تېر کال د حکومت له خوا پر ښځو د موټر چلولو بندیز لرې کړ او اجازه یې ورکړي چې سعودي مېرمنې کولی شي موټر وچلوي او د موټر چلولو په وسیله خپله مزدوري وکړي.
همدا شان سږ کال په سعودي عربستان کې ښځو ته په سېنما کې د فلم کتلو اجازه هم ورکړل شوې ده.
دا له څه دپاسه ۳۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې پر سېنما تر بندیز لرې کېدو وروسته ښځو د اسلام په مرکز سعودي کې په لویو سېنماګانو کې فلمونه کتلي دي.