لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالباقي: طالبانو وروڼو مې د پلار په سلا سترګې را و ایستلې او دا یې جهاد وباله


"دغه ورور مې- چې لومړی وار یې افغانستان ته تشکیل شوی وو- په دغه ورځ له جهاده راغلی وو، نعرې یې وهلې چې (الحمدلله الله اکبر فی سبیل الله جهاد، المجاهدین زنده آباد، شکر الحمدلله موږ ناحقه کوو چې افغانستان ته ځو جهاد کوو، جهاد خو دلې په کور کې پر دې مردار کافر باندې دی".

د بلوچستان د لورالای سیمې ۲۲ کلن ځوان عبدالباقي د مې په ۱۳مه نېټه په دې تور په خپلو سترګو د نړۍ له لیدلو محرومه کړل شو، چې غوښتل یې په خپله خوښه د خپل ژوند ملګرې وټاکي. عبدالباقي وایي "خپل پلار او وروڼو د ورځې په رڼا پخپل کور کې سترګې را و ایستې، خو لا مې هم نه پرېږدي او د مرګ ګواښونه راته کوي".

عبدالباقي له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل، یوه نجلۍ یې له څو کلونو خوښه وه او غوښتل یې کوژده ورسره وکړي، چې وایي په دې برخه کې د دواړو کورنیو تر منځ خبرې هم وشوې. وایي د مې په ۱۱مه د نجلۍ د کورنۍ خلک د ده د لیدو لپاره ورغلل او دی یې خوښ شو، بیا ده له خپل مور و پلار سره مشوره وکړه هغوی هم ور خوښه کړه او بیا یې پلار د مې په ۱۳مه ماسپښین مهال د ده نور وروڼه را وبلل چې د نجلۍ کورنۍ ته په مرکه د ورتګ تیاري وکړي.

عبدالباقي وایي ډېر خوشاله وو چې کوژده یې کېږي او له ډېرې خوشالۍ یې څو جوړې جامې بدلې کړې او ملګري یې هم خبر کړل چې نن یې کوژده کېږي، خو وایي کله چې له پلار او وروڼو سره د کور په یوه کوټه کې کښېنوست، نو هغوی پوښتنه ځنې وکړه چې دا نجلۍ دې خوښه ده که نه او ده اقرار ورته وکړ، خو پلار او وروڼو یې پر ده له نجلۍ سره په ټیلیفون د خبرو تور ولګاوه او دا کار یې غیراسلامي وباله:

عبدالباقي په روغتون کې.
عبدالباقي په روغتون کې.

"له دوو وروڼو مې- چې طالبان دي- یوه راته وویل تا له نجلۍ سره په ټیلیفون رابطې کړې دي، نو ته هم کافر یې او هغوی هم کافران دي. بیا یې موبایل په زوره راڅخه واخیست مات یې کړ، پلار او څلورو وروڼو مې په ګډه پښې او لاسونه په یوه لویه رسۍ را وتړل، په لرګیو یې ووهلم، بیا یې غاړې ته رسۍ را واچوله پانسۍ (زېندۍ) کولم یې، خو وروسته مې یوه ورور په چمچۍ یوه سترګه را و ایستله، پلار مې چاقو را و ایست او سترګه یې له ما جلا کړه په توکدانۍ کې یې وغورځوله".

عبدالباقي وایي وروڼو یې مور او کوچنۍ خویندې په یوه بله کوټه کې بندې کړې وې. وایي ده بیا په دې حالت کې خپلو وروڼو او پلار ته زارۍ وکړې، چې دا بله روغه سترګه باید ځنې ونه باسي، خو وایي هغوی زړسوی ورباندې ونه کړ او بله سترګه یې هم ځنې و ایستله. وایي یو ۱۷ کلن ورور یې- چې طالب دی او تازه له افغانستانه راغلی وو- په دې مهال داسې نارې وهلې:

"دغه ورور مې- چې لومړی وار یې افغانستان ته تشکیل شوی وو- په دغه ورځ له جهاده راغلی وو، نعرې یې وهلې چې (الحمدلله الله اکبر فی سبیل الله جهاد، المجاهدین زنده آباد، شکر الحمدلله موږ ناحقه کوو چې افغانستان ته ځو جهاد کوو، جهاد خو دلې په کور کې پر دې مردار کافر باندې دی".

عبدالباقي چې لا یې سترګې روغې وې له خپلو ملګرو سره ډوډۍ خوري.
عبدالباقي چې لا یې سترګې روغې وې له خپلو ملګرو سره ډوډۍ خوري.

عبدالباقي وایي اویا کلن پلار یې دوست محمد مذهبي سړی دی او افغان طالبان- د ده په وینا مجاهدین- یې ډېر خوښېږي، ځکه یې د ده په دغو وروڼو عبدالغني، عبدالستار، عبدالرحمن او عبدالکریم دیني زدکړې کړې دي خو سکول یې نه دی په ویلی او ده هم ابتدایي تعلیم په لورالای او منځنۍ زدکړې یې په افغانستان کې کړې دي.

باقي وایي کله یې چې پلار او وروڼو سترګې ځنې و ایستې بیا یې په تړلي حالت کې په یوه رېړۍ کې واچاوه، غوښتل یې له خلکو دا پېښه پټه کړي او ډاکټرانو، پولیسو او رسنیو ته به ووایي چې دا لېونی دی خپلې سترګې یې پخپله و ایستې، زهر یې وڅښل ځکه موږ وتاړه، خو وایي په روغتون کې د لورالای د پولیسو ایس ایچ او او نور پولیس هم ور ورسېدل او ده هغوی له پېښې خبر کړل:

"پولیسو مې پلار او دوه وروڼه ونیول او دوه وتښتېدل، زه په هسپتال کې یواځې پاته شوم، زما وینه ډېره وبهېده، بیا مې یو خوریه په ایمبولنس کې کوټې ته یووړم، هلته د سترګو په یوه روغتون کې ډاکټرانو سترګې را وګنډلې او وینه یې ودرېده، بیا کراچۍ ته ولېږل شوم او هلته مې په څلورو ورځو کې د دواړو سترګو عملیات وشول".

عبدالباقي په لورالای کې چې لا یې سترګې نه وې بایللې.
عبدالباقي په لورالای کې چې لا یې سترګې نه وې بایللې.

عبدالباقي وایي په دې خوشاله دی چې له خپل پلار او وروڼو اوس هم ژوندی را خلاس شوی، خو وایي ده ته اوس هم ګواښونه کوي چې ژوندی به یې پرېنږدي. عبدالباقي وایي دی، د ده مور او خویندې له حکومته غوښتنه کوي چې پلار او ټول وروڼه دې یې له قانون سره سم سزا کړي:

"زه له پاکستان او نورو هېوادونو غواړم چې ماته دې پناه راکړي او هلته زما د سترګو علاج وشي، زه غواړم له دې اسلامي ملک پاکستانه دباندې لاړ شم او له دې ظالمانو خلاس شم ځکه زه یې ډېر وېرولی یم".

عبدالباقي وایي له دې خونړۍ پېښې چې هغه نجلۍ- چې وایي دی مینه ورسره لري- او د هغې کورنۍ خبره شوه، نو زښته زیات ورباندې و دردېدل او د نجلۍ وروڼو ورته ډاډ او ژمنه یې ورسره وکړه چې مخکې خو به یې خپله خور په ولور ورکوله، مګر اوس دې ته هم تیار دي چې بې ولوره یې ورکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG