لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل مشرف: پاکستان تل د امریکا وفادار ملګري وو خو امریکا اوس هند ته مخه کړې


د پاکستان پخواني صدر جنرل پرویز مشرف له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې دا مهال ډېرې کړکېچنې دي.

هغه ویلي " د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې په یو حالت کې کله هم نه دي پاتې شوي. موږ نه پوهیږو چې ولې امریکا کله موږ نه پر شا شي او بیا بیرته زموږ سره ملګرې شي".

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له هغه وروسته لا کړکېچنې شوې کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره جنورې میاشت کې پر پاکستان تور ولګاوو چې امریکا ته يې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دروغ ویلي او تېرایستلې یې ده. له دغه خبرې وروسته امریکا پاکستان ته د ورکوونکې پوځي مرستو تړلو اعلان هم وکړو.

پروېز مشرف ویلي د پاکستان په ضد د دوه مخې تګلارې ډېر تورونه لګول شوي چې حقیقت نه لري. ښاغلی مشرف زیاتوي چې پاکستان هم له امریکا څخه ګیله من دی او امریکا به هم خامخا شکایتونه لري.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو په ضد جګړه کوونکو امریکايي سرتېرو ته د وسلو رسولو لپاره د پاکستان ځمکه کارول کیږي خو واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې پر خپله خاوره طالبانو ته پناه ځایونه ورکوي.

په واشنګټن کې د څیړنیزې ادارې (د اټلنټیک) غړې کرشنا په دې اړوند وايي " امریکا پاکستان ته د اربونو ډالرو پوځي مرستې ورکړي او څنګه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټویټ کې ویلي په بدل کې ورته ډېرې کمې ګټې تر لاسه شوي.

بل لوري ته له چین سره د اقتصادي لارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پروېز مشرف وویل، "پاکستان تل د یو نړیوال کېمپ برخه پاتې شوی دی. د ساړه جنگ په وخت کې پاکستان د غربي ډلې ملګری وو. موږ مدام د امریکا تر ټولو وفادار ملگري وو، خو امریکا موږ پرېښودو او هند ته یې مخه کړه، هند زموږ دښمن دی او غواړي چې پاکستان ختم کړي."

پخواني پوځي جنرال مشرف زیاته کړه چې امریکا او پاکستان ته پکار دی دغه ستونځې له یو بل سره د خبرو اترو له لارې حل کړي. هغه ویلي دواړه هیوادونو له یو بله شکایتونه لري او پکار دی چې دا ټولې اندېښنې د دوه اړخیزو خبرو له لارې ختمې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG