لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې امريکايي ځواکونو د طالبانو مهم مرکز په نښه کړی


د افغانستان په جنوب لويديځ کې موجودو امریکايي ځواکونو ويلي په هلمند ولايت کې يې د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو غونډه په نښه کړې ده.

افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ویلي د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو مهمه غونډه د ځمکې څخه په راکټو په نښه کړی شوې ده.

بهرنيو ځواکونو په خبر پاڼه کې ویلي په دغه ځای کې د طالبانو د مهمو مشرانو غونډه روانه وه او دوي په هغو افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو بريدونه پلان کول څو چې په سيمه کې د انتخاباتو په امنيت مامور دي.

په جنوب لويديځ کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال بېنجمن ويلي "يوه لار چې مونږ د خپلو افغان همکارانو ملاتړ کوو چي دوي د خپلو عملياتو په ځای ساتلو قابل وي. دغه ډول بریدونه يواځې د طالبانو عمليات نه خرابوي بلکې زمونږ همکاران د دې جوګه کوي چې په کمزوري دښمن خپل فشار دوامداره وساتي".

په هلمند کې د جنوب لويديځ ټاسک فورس په اپرېل ۲۰۱۷م کې په ځای کړی شوی چرته چې دوي د افغان ملي اردو او افغان ملي پوليسو روزنه کوي، مشورې ورته ورکوي او ملاتړ يې کوي.

راپورونه وايي په هلمند کې په طالبانو بريدونه په خپله د طالبانو وياند هم منلي خو په بريدونو کې يې د مرګ ژوبلې په اړوند څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG