لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: په پاکستان کې له هرو ۲۲ یو ماشوم په یوه میاشتنۍ کې مري


د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یونیسیف د ۲۰۱۸م کال لپاره په خپل کالني رپوټ کې ویلي، پاکستان په هغو لسو هېوادونو کې شامل دی چې په هرو ۲۲ زېږېدلیو ماشومانو کې یې یو په یوه میاشتنۍ کې مړ کېږي.

طبي پوهان وایي په پاکستان کې اکثره میندې د خوراکي شیانو د کمښت له کبله کمزورې کېږي او بیا له دغو میندو زېږېدلي ماشومان د مدافعیتی کمزورۍ له کبله د ناروغیو مقابله نه شي کولای.

یو متخصص ډاکټر محمد خالق وایي، زیات ماشومان د نمونیا او دستونو ناروغیو په خاطر هم مړه کېږي:

"د سکاروي یا نمونیا ناروغۍ دي چې په خلکو کې یې پوهه نه شته، یا دستونه په ولګېږي یا ملېریا شي یا یې شری ونیسي یا د ماشوم خوراک کم وي او کمزوری وي یا یې د پیدایش په وخت وزن کم وي دا ټول وجوهات د هغه لپاره نقصان لري".

د یونیسیف په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې د ماشومانو د مړینې کچه تر جاپان او سینګاپور پینځوس چنده زیاته ده. رپوټ دا هم وایي په پاکستان کې په زرو کې ۴۶ ماشومان تر زېږېدو وروسته یوه میاشت پوره نه کړي او په بېلو ناروغیو اخته شي، خو د دې په نسبت په هند کې د ماشومانو د مړینې شرحه په زرو کې ۲۵ ښوول شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې په هرو ۲۲ ماشومانو کې یو ماشوم د کمزورۍ او مختلفو ناروغیو له کبله مړ شي او دا شرحه تر هغو هېوادونو زیاته ده چې اقتصاد یې کمزوری دی.

د پښتونخوا حکومت په دې اړه په صوبه کې روغتیايي ایمرجنسي هم لګولې ده، خو بیا هم په دې صوبه کې ۵۲ فیصده ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې پیدا کېږي او ۵۸ فیصده د ماهرې ډاکټرې یا د ښځینه روغتیاپالو (لېډي هیلت ورکرز) له موجودګۍ پرته په خپلو کورونو کې پیدا کېږي.

څېړنې وایي په پښتونخوا کې د مېټرنیټي [زېږنتون] په نامه ډېر زیات مرکزونه موجود دي خو د پېچیدګۍ په وخت مېندوارې ښځې سرکاري روغتونونو ته لېږل کېږي، ځکه چې وایي په دغو مرکزونو کې دا اسانتیا نه وي چې د اپرېشن په وخت د مور او ماشوم ژوند و ژغوري.

ډاکټر خالق وایي له داسې پېچلتیاوو د ژغورنې لپاره پکار دی چې ناروغه مېندواره ښځه د ښځینه ناروغیو ډاکټرې ته ور ښکاره کړل شي:

"ګاینیکالوجیسټه [د ښځینه ناروغیو ډاکټره] یې معاینه کوي، بنیادي ټیسټونه یې کوي، په هغه کې د ډېرو ناروغیو تشخیص وشي او پر وخت یې چې تشخیص وشي نو پر وخت دوایانې ورکړل شي او راتلونکی ماشوم یې محفوظه شي".

په پاکستان کې اوس هم ډېرې پېغلې په کم عمرۍ کې ودېږي او د ماشومانو د زېږېدو په وخت د میندو د مړینې په زرو کې ۷۶ ښوول کېږي او پاکستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په منځ کې ۴۹ نمبر دی چې زیاتې میندې پکې پر اولاد مړې کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG