لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې اشرف غني ته د استعفا نه دي ویلي، د بهرنيو چارو وزارت


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "دا اوازې په بشپړ ډول غلطې دي چې امریکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې استعفا ورکړي".

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، "د افغانستان د مشرتابه پرېکړه به افغانان کوي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په 12 اګست ويلي، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوېډ اسټن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړي دي.

بلينکن په خپله په ټويټر ویلي،

"د اشرف غني سره مو په خبرو کې په افغانستان کې په روانو حالاتو او په کابل کې په غېرپوځي موجودګۍ د کمولو په پلان خبرې کړي دي. ما تاييد چې امریکا ژمنه ده چې د افغانستان د شخړۍ د سياسي حل او د افغان ولس د ملګرتيا ملاتړ به کوي".

د بهرنيو چارو وزارت ویلي په دغو خبرو کې امريکايي وزیرانو اشرف غني ته ويلي چې امریکا به د افغانستان د امنیت او ثبات او د طالبانو د تشدد په وړاندې د افغانستان مرستې کوي.

دوی اشرف غني خبر کړی چې په کابل کې د امنیت له امله خپل غېر پوځي شتون کموي او د اېمګرېشن د ويزې ځانګړی عمل تېزوي.

دوی په ټينګار سره ژمنتيا ښکاره کړې چې امریکا به د افغانستان سره سفارتي او امنيتي اړيکې ټینګې ساتي.

ويل شوي سيکرټري بلينکن، سيکرټري اسټن او صدر غني په خبرو کې د افغانستان د امنیت په روانو حالاتو د يو بل سره نظرونه شريک کړي دي.

امریکايي وزيرانو د اشرف غني سره دغه ټيليفوني خبرې په داسې حال کې کړي چې د راپورونو ترمخه طالبانو غزنی، هرات او کندهار نيولي دي.

د راپورونو ترمخه د تازه ولايتونو د طالبانو لاسو ته تلو سره د افغانستان د 12 پورې ولايتونه طالبانو نيولي دي.

XS
SM
MD
LG