لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنت که دوزخ: تاسې کوم یوه ته تلل غواړئ؟


د هر مذهب عالمان له خپلو مذهبي تشریحاتو سره سم هغه څوک جنتیان ګڼي چې ښه عملونه کوي او هغه څوک دوزخیان ګڼي چې بد عملونه کوي. په اسلام کې هم دغه رنګ هغه مسلمان جنتي ګڼل کېږي چې ګناهونه یې نه وي کړي او هغه تن دوزخي ګڼل کېږي چې ګناهګار وي.

د نېکۍ او بدۍ دغه مذهبي تشریحات پر خپل ځای، خو په وروستیو کې په فېسبوک کې په اردو ژبه یو ټرینډ یا رجحان ډېر مشهور شوی وو، چې په کلیک کولو سره یې خلکو ته د هغوی ښه کارونه او ګناوې ور ښوولې او په هغه بنیاد به یې هغوی ته نتیجه ورکوله، چې دوزخي دی که جنتي.

دغه ټرینډ په لږ ورځو کې زښته ډېر مشهور شو او په لکونو کسانو شریک کړ او هره نتیجه به یې چې تر لاسه کړې وه، خلکو به ور پورې له ټوکو ډک کمنټ کول، دوزخیانو ته به یې ویل چې "خدای دې غور وکړه" او جنتیانو ته به یې "مبارکۍ" ورکولې.

یو خوندور کمنټ هغه وو چې یو تن پر دغه اېپ جنتي ښوول شوی وو، نو د فېسبوک بل ملګري ورته ویلي وو، چې "زه دا فیصله نه منم، دې ته باید بیاکتنه وشي".

د یوه بل تنه ښځه جنتي شوې وه او پخپله هغه دوزخي شوی وو، نو یوه ملګري يې په کمنټ کې ورته لیکلي وو، چې "ښه پکې خوشاله یې".

کله کله به د فېسبوک دې ټرینډ ځینو کسانو ته نتیجه ورکړه چې دوزخي دی نو ملګرو به یې ورته ولیکل، چې باید خواري وکاږي عبادتونه او ښه کارونه وکړي، کېدای شي بیرته خواست ومنل شي او جنتي شو، نو هغه به چې له سره هغه اېپ کلیک کړ دا ځل به یې نتیجه ورکړه چې جنتي دی.

یو بل تن چې دوزخي شوی وو او په بیا کلیک کولو یې ځان جنتي کړ، نو ملګري یې ورته لیکلي وو: "د فېسبوک د لومړۍ فیصلې خلاف یې د نظرثانۍ درخواست دایر کړی وو. مبارک شه. اوس فیصله د دہ په حق کې و شوہ. "

سره له دې چې له مذهبي عقیدې سره سم اکثره کسان به په دې خوشاله وو، چې د جنتي کېدو زېری به ورباندې شوی وو، خو کوم کسان چې فېسبوک دوزخیان کړي وو، هغوی به بیا خپل هغه ملګري لټول او هغوی ته به یې ویل چې "غم یې مه کوئ ټول به سره ملګري یو".

په فېسبوک کې وخت په وخت داسې فیچرونه یا ټرینډز خپرېږي چې مقصد یې تش د خلکو وختتېری وي او غواړي چې د فېسبوک کاروونکي له ستوخو بحثونو څو شېبې را ووځي، تفریح وکړي او د خندا خوشالۍ موقع ورته پیدا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG