لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېس ايي مودي د وزيراعظمۍ دپاره غوره ګڼلو، اسد دراني


د پاکستان د استخباراتي (ايي اېس ايي) پخواني مشر اسد دراني ویلي ايي اېس ايي نريندرا مودي د هند د وزيراعظمۍ دپاره غوره ګڼو په دې خبره چې مودي د سخت دريځ تګلاره لري او هغه سختې فېصلې کولی شي.

دراني ويلي ايي اېس ايي ليده چې د مودي د هند وزيراعظم ټاکنه د پاکستان دپاره غوره او سخت دريځه تګلاره يې د هند ويجاړولو او پاکستان په ګټه وه.

(ر) لفټننټ جنرال اسد دراني د هند استخباراتي ادارې را د پخواني مشر ای اېس دلت سره په ګډه ليکلي کتاب (دې سپايي کرونېکلز) کې دغه خبرې کړي دي.

په ياد کتاب کې د پاکستان او هند ترمنځ د لانجمنې سیمې کشمير د شخړې د هواري ترڅنګ د يو شمېر مسلو په حل لاره خبرې شوي دي.

بل لور ته د پاکستان پوځ د اسد دراني نه په کتاب سپيناوی غوښتی دی.

د پوځ وياند په ټویټر ليکلي، (لفټننټ جنرال ریټايرډ اسد درانی په ۲۸ مې جي اېچ کيو ته بلل شوی، چې د (سپايي کرانيکلز) کتاب په اړوند سپيناوی وکړي. او هغه به د پوځي قاعدو د سرغړونې سپيناوی کوي کومې چې حاضر سروس او ريټايرډ شوي افسران مني".

د پاکستان او هند پخواني استخباراتي مشرانو په کتاب کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لانجمنو شخړو خبرې کړي دي.

په دغو مسلو کې د کشمير شخړه، د کارګل اپرېشن، په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژنې د امريکايي ځانګړو ځواکونو (نيوي سيلز) عمليات، د کلبهوشن يادېو نيول، حافظ سعيد او برهان واني ترڅنګ په نورو چارو خبرې شوي دي.

اسد دراني ويلي پاکستان او هند له پکار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله شخړه هواره کړي.

هغه ويلي دواړه هېوادونو له پکاره ده چې د مسلې د حل دپاره د پاکستان د پخواني وزيراعظم زوالفقارعلي بهټو په وړانديز عمل وکړي چې " واخله چې ته څه اخلې".

هغه دا هم ویلي چې دواړه هېوادونو له شخړه ختمول او مرستې پکار دي.

دراني زياته کړې چې د کشمير د شخړې بل نېغ حل نشته، په ځای د دې چې دا وويشل شي يا په شريکه يې انتظام وشي. هغه په دغه اړوند د بهټو د وړانديز يادګېرنه کړې ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر ويلي د هند د وزیراعظم نريندرا مودي د ټاکنې ترڅنګ ويلي چې هغه افغانستان ته لاړ او بیرته رائيونډ ته د نوازشريف سره ليدو ته راغلو او دغې تماشې ګنګوسې خورې کړې.

هغه ويلي واجپايي يې غوره کړی هغه څه کړي نه دي خو سوچ يې سم ؤ.

اسد دراني د هند وزیراعظم مودي د لومبړې او د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د اوښ په نوم ياد کړي چې دوي کله د نړيوالو اړيکو ساتلو او سمبالولو دپاره راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG