لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: له فاټا د ظالمانه نظام په ختمېدو خوشاله یو خو ډیورنډ کرښه نه منو


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په قبایلي سیمو کې د قانوني اصلاحاتو په اړه د پاکستان د پارلمان پر منظوره شوې مسوده خوښي څرګنده کړې خو وایي افغان ولس به ډیورنډ کرښه بیا هم ونه مني.

د افغانستان د قبایلو وزارت، افغان حکومت او پخواني افغان ولمسشر دا څرګندونې د پاکستان د قومي اسمبلۍ او سېنټ د هغې پرېکړې په غبرګون کې راغلې، چې د تېر زیارت- پنجشنبې او جمعې په ورځو یې له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د نښلولو قانوني مسوده منظوره کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په مهال او له هغه را وروسته هم تل ویلي، چې ډیورنډ کرښې د یوه قوم خلک سره بېل کړي، ځکه نو افغانستان دا کرښه په رسمیت نه پېژني. ښاغلي کرزي د خالي- شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي:

"په قبایلي سیمو کې د ظالمانه نظام (ایف سي آر) په ختمېدو او له مرکزي بهیر سره د فاټا پر یو ځای کېدو خوشاله یو، خو پاکستان ته هغه تړون هم ور یادوو، چې افغان ولس د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني".

افغان حکومت وایي د پاکستان دا ګام یواړخیز دی، ځکه وایي په داسې حال کې چې په قبایلي سیمو کې لا هم بشپړ امن نه دی راغلی نو د قبایلي سیمو د مستقبل پرېکړه باید هلته تر بشپړ امنیت وروسته د خلکو په خوښه شوې وای.

افغان حکومت وایي د پاکستان د دې یواړخیزې پرېکړه په ضد به ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي، ځکه چې وایي دا د ۱۹۲۱م کال د هغه تړون سرغړونه ده، چې د افغانستان او برتانوي هند تر منځ شوی وو او دواړو لوریو پر دې موافقه کړې وه، چې په قبایلي سیمو کې هر ډول سیاسي او انتظامي بدلون باید د دې تړون په رڼا کې وشي.

خو پاکستان نه یواځې دا چې ډیورنډ کرښه یو نړیوال سرحد او قبایلي سیمه خپله خاوره ګڼي، بلکې له پښتونخوا صوبې سره د انضمام په اړه د افغان حکومت پر اندېښنه یې هم نیوکه کړې او دا یې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG