لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:ریاست دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب جرړو ویستلو ته هوډمن دی


دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وایي د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډیډلو سره به سیمې څخه دترهګرۍ ټغر ټول اؤ پرمختیایي سفر پیل شي.

د تیر وخت د فاټا د ځوانانو جرګې سره لیدنه کې دپوځ سرلښکر ویلي “ریاست هوډمن دی چې د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب جرړې به وباسي”

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې د بیان له مخې پوځي مشر وویل “د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد مبارزه کې ځوان کهول مهم کردار لري ځکه نو زلمي دې خپل پام امناکه مقصدونو ته ولري اؤ په جمهوري اؤ سیاسي فعالیتونو کې دې کوټلې برخه اخلي”

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال دپاکستان په زرګونو پښتانه ځوانان اؤ دمني ټولنېې غړي د پښتون تحفظ موومنټ په نوم راپورته شوي اؤ په پوځ دترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه لګوي.

پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې لري چې په زرګونو بې درکه کړل شوي پښتانه دې محکمو ته وړاندې، په پوځي چیک پوسټونو دې پښتنو سره زیاتی بند، قبائیلي سیمو څخه دې مائنونه پاک اؤ د محکمو تر شا د پښتنو د شوؤ وژنو پلټنو دپاره دې یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي

هرڅو که تر اوسه دپوځ سرلښکر د پښتون تحفظ موومنټ دغوښتنو نیغ په نیغه مخالفت نه دی کړی خو تیره میاشت یې ویلي وؤ چې “فاټا کې مو په ډیرو قربانیو ایله امن ټینګ کړو چې اوس یو بل تحریک راپورته شو”

ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي جنرال باجوه د ځوانانو جرګې ته وویل د امن د ټېنګښت دپاره مو درنې ځاني اؤ مالي قربانۍ ورکړي اؤ اوس به ټینګ شوی امن په هیڅ صورت تاله ترغۍ کیدو ته پرې نه ږدو.

دپوځ سرلښکر په ځوانانو ټینګار وکړو چې د غلیمو قوتونو څخه ځانونه خبر وساتي اؤ وئ ویل دپاکستان راتلونکی د ځوانانو په غوره فکرونو روښانه کیدلی شي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې په دغه موقعه جنرال باجوه دځوانانو جرګه د افغانستان د لوړو چارواکو سره دخپلو لیدنو څخه هم خبر کړه اؤ دهغوئ ملاتړ یې ترلاسه کړو خو بیان کې دا سپیناوی نه دی شوی چې د ځوانانو دغه ملاتړ په کومه بڼه دی؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG