لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني محصلینو ته:دافغانستان راتلونکي دپاره سترې مفکورې ایجاد کړئ


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په افغان محصلینو غږ کړی چې په خپلو رغاونکو بحثونو، د افغانستان د راتلونکي لپاره سترې مفکورې ایجاد کړي.

د کابل پوهنتون د مرکزي لیلیې محصلینو سره په ارګ کې د روژه ماتي یوې دستورې ته خپله وینا کې افغان ولسمشر محصلینو ته وویل د افغانستان راتلونکی په تاسې پورې اړه لري، تاسې باید د افغانستان ۴۰ کلن بحران ختم کړئ او دې هېواد ته سوله، ثبات او هوساینه ور په برخه کړئ

ولسمشر زده کوونکو ته په مخاطبې سره وویل تاسې نخبه ګان، د افغانستان لویه پانګه او د ملي یووالي استازي یاست چې پر تاسې پانګونه زموږ کاري لومړیتوب دی

ښاغلي اشرف غني وویل د هېواد د لوړو زده کړو په سکتور کې بدلون راغلی، خو بسنه نه کوي او باید لا زیات تحرک ایجاد شي.

هغه د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په اشارې وویل، دا هېواد پریمانه سرمایې لري چې د ترانزیټ او سیمهییزې همکارۍ په برخو کې یې خپل ځای موندلی دی.

هغه وویل زموږ د ځوان نسل راتلونکی په سیمې پورې تړلی دی او اړتیا ده چې دا نسل د سیمې او د افغانستان سره همکار هېوادونه وپېژني. هغه د هېواد د اوبو ، ځمکې او کانونو د منابعو پر غوره مدیریت ټینګار وکړو .

د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، محمدیونس عاشوري او زیبا درمل د کابل پوهنتون دمرکزي لیلیې د محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د حکومت د انکشافي برنامو د تحقق په برخه په ځانګړي ډول د ټاپې، سلما بند، کاسا زر، د اوبو د مدیریت او بریالي بهرني سیاست په ګډون د سترو سیمهییزو پروژو د تطبیق په برخه کې د ولسمشر د هڅو قدرداني وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG