پاکستان کې یوې غېر دولتي ادارې پلډېټ په یو رپورټ کې دعامو ټاکنونه وړاندې په انتخابي عمل بې باوري ښودلې او د پوځ ، عدلیه او مطبوعاتو په اړه یې په انتخابي عمل کې د بې طرفه پاتې کېدو اندېښنې څرگندې کړي دي.
د پاکستان انسټیټیوټ اف لېجسلېټیو ډویلپمنټ اېنډ ټرانسپرېنسي (پلډېټ) په نامه ادارې په خپله وېب پاڼه خپورکړي شوي رپورټ کې ویلي دي چې دوي په تېر یوکال کې د اپرېل د میاشتې کال ٢٠١٧ نه تر مارچ کال ٢٠١٨ پورې د ټاکنو نه وړاندې د ټول انتخابي عمل او په د غه عمل کې د رول لوبونکو ریاستي ادارو جاج اخستې دې.
د پلډېټ رپورټ وايی چې د راتلونکو ټاکنو او د اولسي استاذو د انتخاب په اړه ډېر اندېښمن دي. او یرې یې څرگندې کړي دي که چرې د بې پلوه ټاکنو په اړه موجود منفي تاثر په خپل ځای پاتې وو نو یره ده چې د ټاکنو پاتې عمل به د خطرو سره مخ شي.
رپورټ وايی د انتخاباتونه وړاندې د صفا او بې پلاوا انتخابي عمل د جاج اخستو لپاره یې ١١ پېمانې اېخودې وې. او په دغه پېمانو یې د هغه سیاسي ډلو اندېښنې تللې دي چې پکې دوي د پوځ،عدلیې ،مېډیا، احتساب ادارې، الېکشن کمېشن او امنیتي ادارو په اړه د بې طرفه پاتې کېدو تاثر څرگند کړې وو.
رپورټ وايي پوځ ته په سلو کې ٣٣.۴ فیصده او مېډیا ته یواځې ٣٧.٨ فیصده برخه ورکړې شوې ده. او داښايی جې دغه ادارې ډېره بې طرفه دي.
په رپورټ کې ویلي شوي دي چې پاکستان کې په شخصي مېډیا د ریاستي ادارو اثر زیات دې اومېډیا د ریاستي ادارو نه ذاتي گټې پورته کوي.
رپورټ کې په عدلیه هم د بې پلوي توب تورونه لگولي شوي او وايي په اېخودې شوو پېمانو د تللو وروسته رابرڅېره شوې ده چې د ټاکنو نه وړاندې عدلیه بې پلوه او ازاده نه ده پاتې شوې او په سلو کې ورته ۴٥.٨ سلنه برخه ترلاسه شوې ده.
ددې ترڅنگ د احتساب د ادارې په اړه هم د بې پلاوي توب تاثر موجود دې او په پېمانه یې ۴٣.١ سلنه برخه رسېدلې ده.
د پلډېټ په رپورټ کې د پاکستان په انتخابي کمېشن تر ټولو زیات باور ښودل شوې دې اوویلي شوي دي چې د ادارې په انتخابي فهرستونواو حلقه بندیانو د ٦۴ نه تر ٦٧.٣ سلنه پورې باورښودل شوې دې.
په رپورټ کې د ټاکنو نه وړاندې د امنیت موضوع پېمانه شوې ده او ویلي شوي دي چې ځنو سیاسي لوبغاړو ته د ټاکنونه وړاندې د امن وامان خرابولو په لړکې ازادي حاصله ده او ددې نه بیا ځنو سیاسي گوندونو ته خطرې راپېښې دي.
البته رپورټ زیاتوي چې د کال ٢٠١٣ د ټاکنو په پرتله د کال ٢٠١٨ لپاره د انتخاباتو ماحول لگ سازگار دې. چې ورته په پېمانه ٥٧.٨ سلنه برخه رسېدلې ده.
په ټاکنو کې د هېواد د صدر او د صوبو د گورنرانو اغېز پېمانه هم تللې شوې ده او رپورټ وايي د انتخابي کمېشن وروسته ورته دوېمه زیاته برخه ٦١.٨ رسېدلې ده.