لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې چاودنې درې کسان وژلي،۱۳ ژوبل


دافغانستان په کندهار ښار کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دکندهار د والي ویاد داود احمدي خبریالانو ته ویلي دغه چاودنه د چهارشنبې په سحر دکندهار ښار د مستریانو سرائ کې شوې ده.

هغه ویلي پېښه کې وژل شوي کسان ځایی مستریان اؤ ژوبل شوي هم عام خلک دي.

و والي ویاند ویلي د پېښې په اړوند پلټنې روانې دي خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه چاودنه څنګه شوې ده.

دافغانستان کومې تندروه ډلې هم ددغه چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې

سرچینې وایي پېښه کې ژوبل کسان د کندهار میرویس روغتون ته رسول شوي اؤ په هغوئ کې هم د ځینو حالت مرګونی ښودل شوی چې له دې امله دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.

په دې وروستیو کې چې طالبانو د افغان دولت د سولې د وړاندیز په رد کولو سره دالخندق په نوم د نوؤ جګړو لړۍ پیل کړې، دافغانستان بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه هم سیوا شوي دي.

افغان دولت ویلي دوئ به طالبانو ته دجګړې اؤ سیاست په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي اؤ طالبان دریځ لري چې هغوئ به ترهغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرني عسکر دافغانستان څخه وتلي نه وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG