لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د صدر تنخا څومره ده


د پاکستان قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوې یوه قانوني مسوده کې د پاکستان دصدر معاش کې دزیاتوالي غوښتنه شویدې چې پرې مخالفو ګوندونو سختې نیوکی کړیدي

د وړاندی شوې قانوني مسودې ترمخه د پاکستان صدر له ٨ لکه ۴٦ زره او ٥٥٠روپۍ تنخا پکار ده خو د پارلیمان غړي یي په دې قانع نه کړی شول چې ولې د صدر اوسنۍ تنخا ۴٥٠،٠٠٠ کې دې دوه چنده زیاتوالی راوستل شي.

له دې وړاندې کال ٢٠٠۴م کې د پاکستاني صدر تنخا ته بیا کتنه شوې وه او دا د ٨٠(اتیا) زره نه ١٣٣،٣٣٣ روپو ته سیوا کړل شوې وه

د پاکستان مرکزي کابینی هم د رپورټونو مخه دې ته رضا ښودلې چې د پاکستان د صدر تنخا ته دې بیا کتنه وکړل شي او دا دې په علامتي ډول د پاکستان هر سرکاري تنخادار نه سیوا وي.

د پاکستان داساسي قانون ترمخه د پاکستان د صدر تنخا به دهیواد هر نوکر پیشه تن څخه زیاته وي.

قامي اسمبلۍ ته دقانوني مسودې وړاندې کیدلو په مهال د حکومت په دې فیصله سختې نیوکې شويدي.

سیاستمداران تور لګوي چې پاکستان کښې د تیرې څه مودې راهسې د ځینو استازانو تنخواه گانې بندې پرتې دي،

دغه شان د پاکستان سټیل ملز کارمندانو له هم لا تر اوسه تنخا نه ده ورکړل شوي او حکومت د صدر د مراعاتو غم وخوړو.

د پارلیمان زیاتره غړي ګڼي چې د صدر په لګښتونو وړاندې څخه ستره خرچه روانه ده او په بدل کې د صدر هیڅ رول نیشته

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG