لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پا کستان کې د حکومت ختمېدو وروسته د پي ټي ايم سره د خبرو لپاره حکومتي جرگې اوس څه حېثېت دې؟


PTM Rally in Lahore
PTM Rally in Lahore

د پښتون تحفظ موومنټ د جرگې سره د خبرو اترو لپاره د حکومت لخوا منظوره شوې کميټي د جون په وومه نيټه غونډه کوي چې د کميټۍ جوړخت په ځای اوساتي او که څه بدلون پکښې راوړل شي.

د ډيوه سره په خبرو کې د کميټۍ مشر شاه جي گل افريدي وويل په کميټۍ کې ورسره د هرې ايجنسۍ نه دوه دوه تنه اخستل شوي چې پکښې د پارليمان غړي هم دي. که هر څو دغه کميټي په خپل ځای ده خو په راتلونکې غونډه د دې جاج اخستل دي چې کوم خلک اوس د پارليمان غړي پاتې نه شو نو هغه په کميټۍ کې وساتل شي او که په جوړخت کې څه بدلون راوستل شي.

د پي ټي ايم جوړه شوې جرگه کوټلې او فراخه ده ځکه غړي يې يوازې د قبايلي سيمو نه بلکه د پښتنو د ټولنې نمايندگي کوي. د پي ټي ايم په جرگه کې سياسي گوندونه، د مدني ټولنې غړي او د قبايلي سيمو خلک شتون لري.

د پښتونخوا د حکومت پخواني وزير او د تحريک انصاف غړي شاه فرمان ډيوه ته وويل حکومتي کميټۍ هم په دغه ورځ یعنې د جون په وومه د پي ټي ايم جرگې ته د شريکې غونډې بلنه ورکړې ده چې د پي ټي ايم په غوښتنو خبرې اترې وشي او دا جاج واخستل شي چې د دغه تحريک غوښتنې زړې دي او که څه نوې غوښتنې هم لري.

شاه فرمان اديښمن دی که چرې د پي ټي ايم جرگه ورسره د خبرو نه انکار وکړي نو دا عمل به ستونزې رامنځ ته کړي خو هغه دا په ډاگه نه کړه چې انيښنې يې څه دي او ولې دا فکر کوي چې پي ټي ايم به ورسره خبرو اترو ته تيار نه شي. پي ټي ايم د خبرو اترو نه انکار نه دی کړی.

بله مهمه خبره دا ده چې د پي ټي ايم د ديرش کسيزه جرگې خلک او نومونه معلوم دي خو د حکومتي جرگې په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.

د حکومت په دوه مخې پاليسۍ هم نيوکې کيږي چې يو خوا د پي ټي ايم سره د خبرو اترو د پاره جرگه اعلانوي او بل خو په قبايلي ايجسيانو کې پوليکل ايجنټان ملکان او سپين روبي رغواړي او پاسلونې پرې کوي چې د پي ټي ايم نه ځان لرې وساتي.

Recommended

XS
SM
MD
LG